لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په لمړي ځل نرښځی په ټيلي ويژن خبرونه وایي


ماويه ملک

پاکستان کې په لمړي ځل يو نرښځی ماویه ملک په شخصي ټيلي ويژن خبرونه ويونکی (نيوزاېنکر) جوړ شوی دی، ماويه په کوه نور نومي ټي وي چېنل باندې خبرونه وايي.

ماويه ملک چې ټي وي ته د راتلو نه وړاندې يې ماډلنګ کولو ويلي يې دي هغې "د صحافت زده کړې کړي او ډګري يې ترلاسه کړې ده".

وي او ای سره په خبرو کې ماويه ویلي هغه هم لکه د نورو نرښځيانو د ستونزو نه تير شوی او په لارو کوڅو کې يې پېسې غوښتي او ګډاګانې يې کړي دي.

پاکستان کې چې په لمړي ځل نرښځيانو ته تير کال پاسپورټ ترلاسه شوی او سترې محکمې دوي ته د ځانګړي شناختي کارډ ورکولو حکم هم کړی دی او حکومت اوس د دوي دپاره په دولتي نوکريو کې چوکۍ هم ځانګړي کړي دي.

خو پاکستان کې په عمومي ډول په خپله نرښځيان وايي چې "دوي د خپلو کورونو نه بهر د نورو نرښځيانو سره ژوند کوي او پېسې د ګډاګانو يا خېرات غوښتو د لارې راټولي او وخت پرې تيروي".

ماويه ويلي د "نورو نرښځيانو په څېر ماته هم د کورنۍ څه ملاتړ نه ؤ ترلاسه، ما په خپله خوارۍ کړي او زدکړې مې ورسره کړي دي، نيوز اېنکر جوړېدل مې ارمان ؤ او هغه پوره شو".

ټيلي ويژن چېنل د ماويه ملک په ټي وي د خبرونو ويلو دپاره په خپله فېس بک پاڼه اعلان هم کړی ؤ چې په ۲۳م مارچ به هغه خبرونه پېلوي.

خو د ټي وي مالک ويلي، ماويه يې په دې نه دی اخستېی چې ګنې د ټي وي مشهورتيا به يې سېوا شي هغه يې د قابليت په سر اخستی ده.

وي او ای سره په خبرو کې هغه ويلي د ټي وي ځينې کارمندانو يې د نرښځي په اېنکر جوړولو اعتراض هم کړی ؤ خو هغه د يو عام انسان په حېث ماویه اخستی او د برابرۍ په اساس يې ټي وي ته راوستی دی.

په ټولنيزو رسنيو د ماويه په ټي راتلل ښه ګام بلل شوی چې نرښځيانو ته هم دغه ډول عزت او ځای ورکړی شي.

ډېری خلکو ماويه ته اومبارکۍ ورکړي نيکې پيرزونې يې وړاندې کړي او ټي وي چېنل يې په دغه کار ستايلی دی.

پاکستان کې د کال ۲۰۱۷م د سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د ۱۰زرو نه سېوا نرښځيان دي.

نرښځيان زياتره دغه ګيله کوي چې نه خو په دولتي کچ د دوي خيال ساتل کيږي او نه ورته په ټولنه کې د انسانيت په اساس د برابرۍ په سترګه کتلی شي.

XS
SM
MD
LG