د پاکستان کرکټ بورډ د ويسټ انډيز پرضد د شل اووريزو (ټي ـ ټيونټي) لوبو د سیاليو دپاره اعلان کړې لوبډله کې بل پښتون لوبغاړی شاهين شاه اپريدی هم شامل کړی دی.
د ۱۷کلن شاهين اپريدی تعلق د قبايلي سيمې خېبرايجنسۍ سره لري.
د پاکستان کرکټ بورډ ويلي د کرکټ لوبډلې د منتخب کوونکې کمېټۍ مشر انضمام الحق د کپتان سرفراز احمد او مشر کوچ مکي ارتهر سره د مشورې وروستو د ۱۵ لوبغاړو د ډلې اعلان کړی چې د ویسټ انډيز پرضد به لوبيږي.
د ويسټ انډيز سره د پاکستان لوبډله د اپرېل د مياشتې په لمړۍ، دوېمه او درېمه نېټه د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې مخامخ کيږي.
شاهين اپریدی هم په هغو لوبغاړو کې شامل دی چې د اصف علي او حسېن طلعت سره یې په وروستيو کې د پاکستان سپرليګ درېم په سياليو کې د غوره لوبې د لارې د ټي ټيونټي په ډله کې ځانله ځای جوړ کړی دی.
راحت علي هم په غوره بالينګ کولو ځان په ډله کې شامل کړی دی.
عماد وسيم او رومان رئيس د ژوبلې له امله بيرته په لوبډله کې نه دي راغلي. او عثمان شينواری د ټپي کېدو وروستو بيرته لوبډلې ته راستون شوی دی.
لوبډله کې شامل لوبغاړي: سرفراز احمد (کپتان)، احمدشهزاد، فخر زمان بابر اعظم، شعېب ملک، اصف علي، حسېن طلعت، فهيم اشرف، محمدنواز، شاداب خان، محمدعامر، حسن علي، راحت علي، عثمان خان شينواري، شاهين شاه اپريدی.