لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ:صدر ټرمپ دلوڅو فلمونو د اداکارې تور بېځایه ګڼي


دامریکا سپینې ماڼۍ ویلي صدر ډانلډ ټرمپ د لوڅو فلمونو دستورې اسټورمي ډینلیز دا تورونه ناسم ګڼي چې ګنې هغې په کال ۲۰۰۶م کې د امریکا د راتلونکي صدر سره یوځایې شپه تیره کړې وه اؤ پینځه کاله وروسته یې ورته د خولې پرانستو صورت کې ګواښونه کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د صدر ټرمپ ویاند راج شاه دا تاثر رد کړی دی چې ګنې ټرمپ په دغه ناوړه کار کې پخپله لاس لرلو.

مطبوعاتو په تیرو ورځو کې داسې راپورونه خپاره کړي وؤ د صدر ټرمپ ذاتي وکیل مائیکل کوهن دکال ۲۰۱۶م د صدارتي ټاکنو نه لږه موده وړاندې دخپل جیب څخه د لوڅو فلمونو جوړونکې ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړي وؤ اؤ هغې ته یې ویلي وؤ چې صدر ټرمپ سره به دخپلو جنسي اړیکو خبره پټه ساتي.

خو اسټورمي ډینلیز تیره ورځ یوې محکمې ته عریضه کړې چې هغه غواړي د صدر ټرمپ سره دخپلو جنسي اړیکو نه پرده پورته کړي.

اداکارې محکمې ته پخپله عریضه کې ویلي چې دکال۲۰۱۶م د صدارتي ټاکنو څخه لږې ورځې وړاندې د صدر ټرمپ وکیل دهغې نه په یو تړون لاسلیک اخستی ؤ اؤ ددې خبرې پابنده کړې یې وه چې هغه به صدر ټرمپ سره دخپلو جنسي اړیکو په اړوند هیڅ خبره نه کوي.

د ټرمپ ویاند ویلي “د دروغو د تورونو هواری مدام د محکمې څخه بهر لټول کیږي”

ویاند ویلي چې” د ۳۹ کلنې ډینلز چې خپل نوم یې اسټیفني کلفرډ دی ټول بیانونه د تضاداتو ډک دی ، هغې څو ځل ویلي ټرمپ سره یې جنسي اړیکې نه دي لرلي اؤ اوس وایي چې نیواډا کې کې یې ټرمپ سره لیدلي وؤ”

ویاند دا دعوه هم رد کړې ده چې ګنې کال ۲۰۱۱م کې کله هغه دخپلې ماشومې لور سره یو ځایې لاس ویګاس کې د ورزش یوې خونې ته روانه وه نو یو ناپیژانده تن یې مخې ته ودریدو اؤ اخطار یې ورکړو چې د ټرمپ خبرې باید هیرې کړي.

د لوڅو فلمونو دغه ایکټرې د ټي وي په یوه شو کې ویلي دغه ناپیژانده تن د هغې د ماشومې لور مخ ته وکتل اؤ دې ته یې وویل” دا یوه وړه شان ، ښکلې ماشومه ده اؤ دا به د شرم ډکه خبره وي که په مور یې څه چل وشي”

اسټورمي وایي ډانلډ ټرمپ هغې سره اړیکې په کال ۲۰۰۶م کې جوړې کړې وې چې ترکال ۲۰۰۷م یې دوام کړی ؤ.

دصدر ټرمپ دوکیل مائیکل کوهن وینا ده چې هغې دغه فلمي اداکارې ته د تړون په بدل کې دخپل جیب څخه یو لک اؤ دیرش زره ډالر ورکړي وؤ

وکیل ویلي ددغه پیسو اداکارې ته ورکول د ټرمپ کاروباري ادارو اؤ دهغه انتخابي کمپائن سره هیڅ تعلق نه لري اؤ نه هم هغه ته دغه پیسې بیرته چا ورکړي دي.

تر دې مهاله صدر ټرمپ د ډینیلز د تورونو په هکله پخپله نېغ په نېغه هی] سپیناوی نه دی کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG