لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان روغتیايي مرستې افغانستان ته رسیدلي دي


دافغانستان دننګرهار دعامې روغتیا ریاست ویلي،دننګرهاردپختورګو روغتون سره د پاکستان حکومت لخوا د ۵ ملیونوډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات تیره ورځ راورسیدل.

دننګرهار دعامې روغتیا رییس ډاکترنجیب الله کامه وال له وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي که پاتې وسایل هم راورسیږي له یوه څخه تردوو کلونو پورې به دپختورګو په روغتون کې دپختورګو دپیوند خدمات هم ترسره شي.

نوموړي وویل"دپاکستان له لوري د ۵ ملیونودالرو په ارزښت دپختورګو له روغتون سره دطبي اوغیرطبي وسایلومرسته وشوه ، دطبي وسایلو ۵ کانټینره له فرانسې اوجاپان څخه راورسیدل اونوربه هم راورسیږي په دې سره به مونږ وکولی شو چې په شفاخانه کې دپختورګو دپیوند دعملیاتو برخه په راتلوونکو دو کلونو کې فعاله کړو"

کامه وال ویلي ۷ میاشتې وړاندې دننګرهاردپختورګو روغتون دافغانستان دعامې روغتیا وزارت په لګښت ځیني طبي وسایل اخیستل شوي او تردې دمه ۴۰۰ دپختورګو ناروغانو ته د وینې دتفصیې خدمات وړاندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه"له روغتون سره په ټاکلي وخت دپاکستان حکومت مرسته ونه شوه مونږ ۷ میاشتې مخکې دافغانستان دعامې روغتیا وزارت په بودیجه وسایل واخیستل،په هغې سره مونږ د دې روغتون هیموډیالیږیا برخه فعاله کړه ،۱۲پایې ماشینونه موواخستل ،۱۰۰ تنه کارمندان په کاربوخت دي اوپه خپلو تجهیزاتو مو ۴۰۰ کسانو ته دوینې دتصفې خدمات وړاندې کړي دي"

دننګرهارعامې د روغتیا ريیس ویلي ،دامهال دپختورګوپه روغتون کې د داخلې اود وینې دتصفې څانګې فعاله دي او که دپاکستان حلکومت لخوا دپختورګو دپیوند څانګې لپاره پاتې طبي وسایل را ورسیږي ناروغانوته به دپختورګو دپیوند خدمات هم ترسره شي.

د روغتیا چارواکو ویلي۷۰ تنه ډاکټران دروزنې لپاره تیرکال پاکستان ته لیږل شوي اوله زده کړو تربشپړیدووروسته په دې روغتون کې په دندو ګمارل شوي او۲۷ تنه نورکسان به هم دروزنې لپاره په نږدې وخت کې پاکستان ته ولیږل شي.

په ننګرهارکې دپختورګوروغتون چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې دکابل اوسلام اباد ترمنځ دشوې پریکړې له مخې دپاکستان په مالي لګښت دجوړیدو هوکړه شوې او په ۲۰۱۱ کال کې ګټې اخیستنې دسپارلو ژمنه شوې وه خوچارواکو ویلي په ټاکل شوې وخت ګټې اخیستنې ته ونه سپارل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG