لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: بلوڅانو د مارچ ۲۷مه له پاکستان سره د جبري ګډېدو توره ورځ لمانځلې


په افغانستان کې ځينو بلوڅانو او مدني فعالانو د مارچ اووه ویشتمه د بلوچستان لپاره د تاریخي تورې ورځې په توګه لمانځلې، ځکه چې وایي په ۱۹۴۸م کال کې په دې ورځ د پاکستان پوځ بلوچستان په زوره نیولی دی.

بلوڅان وایي په دې اویا کلنه موده کې پاکستان نه یواځې د دوی وسایل لوټلي بلکې د دوی ټول بشري حقوق او ازادي یې هم تر پښو لاندې کړي دي.

د بلوچ ورنا په نوم د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو یوه ویبپاڼه لیکي، چې بلوچستان د پاکستان تر ازادۍ وړاندې خپلواکي ترلاسه کړې وه، چې وایي د ازادۍ ورځ یې د ۱۹۴۷م کال د اګست ۱۱مه نېټه ده، خو د پاکستان پوځ تر څو میاشتو وروسته له بلوڅانو دا ازادي بیرته واخیسته.

په غونډه کې بلوڅو ویناوالو پر ملګرو ملتونو او نړۍ ږغ وکړ، چې د بلوچستان د ازادولو لپاره له بلوڅو سره مرسته وکړي.

دوی دا هم وویل چې بلوڅان د ژوند له حقونو محرومه شوي او ټولې معدني سرچینې او وسایل ترې د پاکستان مرکزي حکومت وړي دي، چې له کبله یې دوی په خپله خاوره کې د دویمې درجې د وګړو ژوند تېروي.

د بلوڅو د حقوقو فعال یوه ویناوال ډاکټر جلال بلوڅ وي.او.اې ته وویل:

"د ټولې مهذبې دونیا دا حق جوړېږي چې د بلوچستان په حق کې خبرې وکړې او چېرې چې ممکنه وي باید د پاکستان په خلاف سیده اقدام وکړي"

د غونډې برخوالو دا هم وویل چې بلوڅان تل د افغانانو په څنګ کې ولاړ وو، نو پکار ده چې د ازادۍ په مبارزه کې افغانان هم له بلوڅانو سره په څنګ کې ودریږي.

بل لور ته د پاکستان په سیند ایالت کې (د ازادې کراچۍ کمپاین) ویاند نصرت ندیم هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بلوڅانو نه غوښتل په پاکستان ګډ شي بلکې دوی په زوره او تشدد له پاکستان سره نښلول شوي دي.

ښاغلي ندیم ویلي بلوڅانو ته باید حق ورکړل شي چې له پاکستان سره نور ګډ ژوند کوي که نه. ندیم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په بلوچستان کې د بې ګناه بلوڅانو د جبري لادرکۍ او د سیاسي فعالانو د وژنو مخه دې ونیسي.

بلوڅانو له ۱۹۴۸م کال راهیسې وخت په وخت له پاکستانه د ازادۍ اخیستنې لپاره وسلوالې مبارزې کړې دي، چې دا وروستۍ هغه یې د ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي تر وژنې وروسته پیل شوه او زور یې واخیست.

د ډاکټر الله نظر بلوڅ، براهمدغ بګټي، حیربیار مري، مهران مري او جاوید مېنګل په مشرۍ بېلابېل سیاسي ګوندونه او سازمانونه له کلونو راهیسې په بلوچستان کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، خو د پاکستان حکومت او پوځ بلوچستان د خپل هېواد یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي او د بلوڅو وسلوالو د ځپلو لپاره وخت په وخت پوځي عملیات کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG