لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تاشکند غونډې طالبانو ته د افغان حکومت د خبرو د وړاندیز ملاتړ وکړ


Tashkent Conf
Tashkent Conf

د افغانستان په اړه د تاشکند د نړیوالې غونډې په پای کې چې د شاخوا ۲۳ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی وو یوه ګډه اعلامیه خپره شوې چې نچوړ یې په لاندې توګه دی.

سوله او ملي پخلاینه:

د تاشکند په نړیوالې غونډه کې طالبانو ته د افغان حکومت لخوا له قید او شرط پرته د مستقیمو خبرو کولو د وړاندیز څخه ملاتړ څرګند شو.

په غونډه کې له طالبانو څخه وغوښتل شول چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومني او د سولې په بهیر کې خپله برخه کار وکړي او نړیواله ټولنه به د سولې له دغه بهیر څخه ملاتړ کوي.

په غونډه کې په دې هم ټینګار وشو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په برخه کې له طالبانو سره سیاسي جوړ جاړی تر ټولو غوره لاره ده.

اعلامیه زیاتوي، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون به د ټولو خواو لپاره بریا وي او د هېڅ لوري د ماتې په معني به نه وي خو طالبان باید له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د ملي پخلاینې، امنیت، اقتصاد او په نورو ډګرونو کې د ښځو پر ونډې باندې هم ټینګار وشو.

په غونډه کې د یو سولیز افغانستان څخه د ملاتړ ژمنه وشوه له کومه ځایه به چې د نورو هېوادونو امنیت نه ګواښل کیږي او د خپلو امنیتي ځواکونو پر مټ به په خپله خاوره امنیت راولي.

د ترهګرۍ او نشي توکو پرضد مبارزه:

په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غندلو سره سره د تاشکند په نړیواله غونډه کې په دې ټینګار وشو چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د شته تګلارو ترڅنګ باید په دې برخه کې سیمیزه او نړیواله همکاري زیاته کړای شي.

له افغانستان سره ټولې نړیوالې مرستې باید د افغانستان د حکومت له لیارې ترسره شي او له طالبانو، داعش او یا نورو داسې ترهګرو ډلو سره د هر ډول مرستو کولو سره کلک مخالفت څرګند شو ځکه له دې سره افغانستان لا بې ثباته کیږي او شخړه اوږدیږي.

د نشي توکو د تولید، قاچاقو او د وسلو د قاچاقو د مخینوي په برخه کې د افغان حکومت لخوا د روانو هلو ځلو په ارزښت باندې ټینګار وشو.

دا هم وویل شول چې ترهګري، نشي توکي او تنظیم شوي جرمونه ټول سره په خپلو کې اړیکې لري. له همدې امله د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د شته تګلارې په رڼا کې باید په ګډه کار وشي.

سیمیزې اقتصادي مرستې:

په غونډه کې په سیمیزې اقتصادي همکاریو او له یو بله سره د نښلېدو په برخه کې د افغانستان د وروستي پرمختګ څخه ملاتړ وشو چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه ځمکني پله په توګه کار کوي.

همدارنګه په سیمه کې د افغانستان اقتصادي یوځای والی به په افغانستان او سیمه کې سولې ته لا ګټور ثابت شي.

د تاشګند د غونډې په اعلامیه کې په دې خبرې هم ټینګار وشو چې د سیمې په ټرانزیټي، انرژۍ، اتصلاتو او یو شمېر نورو داسې اقتصادي پروژو کې د افغانستان له ورګډېدو سره به ددې سیمې ټولو خلکو ته ګټه ورسیږي او دا به بیا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې هم ګټور ثابت شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG