لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي مجله: امریکه پر پاکستان د پوځي مرستو پر همېشني بندیز فکر کوي


یوې امریکایي مجلې فارن پالیسي د خپلې وروستۍ ګڼې په یوه لیکنه کې امکان څرګند کړی، چې کېدای شي امریکه پر پاکستان پوځي مرستې د تل لپاره بندې کړي.

مجله وایي د ولسمشر ټرمپ اداره د نویو اړخونو په لټه کې ده، چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي او د وسلوالو په ضد عملیاتو ته یې اماده کړي، خو په دې برخه کې یې وار له مخه لا په تېره جنورۍ کې ۲۵۵ میلینه امنیتي مرسته ورباندې ځنډولې ده.

فارن پالیسي وایي د سپینې ماڼۍ چارواکي هڅه کوي پاکستان ته داسې سزا ورکړي چې ساری یې په ماضي کې نه وي، چې وایي په هغوی کې د دې هېواد د غیر-نېټو متحد غړیتوب ځنډول، د همېشه لپاره ورباندې پوځي مرستې بندول او د حکومتي چارواکو ویزې ځنډول شامل دي.

امریکايي مجله دعوه کوي چې د پاکستان په اړه د امریکې د حکومت وروستيو وړاندیزونو د واشنګټن په سیاسي کړیو کې داخلي بحثونه پیل کړي، چې آیا د پاکستان په ضد ممکنه ګامونه به په کوم رفتار او اندازه وي.

مجله وایي د امریکې ځینې حکومتي او پوځي چارواکي د پاکستان په ضد د کلکې تګلارې پلویان دي خو وایي ځینو نورو بیا له احتیاطه د کار اخیستو وړاندیز کړی دی.

د امریکې لپاره د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼې کې.
د امریکې لپاره د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼې کې.

دا رپوټونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ به کابینه کې بدلونونه راغلي. د بهرنۍ پالیسۍ استازی جان بولټن په وروستیو کې د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو او د مرکزي استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر مایک پومپیو د ریکس ټیلرسن پر ځای د بهرنیو چارو وزارت وزیر وټاکل شو.

فارن پالیسي وایي د ولسمشر ټرمپ په کابینه کې دا بدلونونه کېدای شي د پاکستان په اړه بحثونه پراخ کړي او د اسلام اباد په ضد نویو ګامونو اخیستلو ته لاره او ملاتړ پیدا کړي.

مجله وایي د ټرمپ د کابینې یوه لوړپوړي چارواکي تېره اوونۍ - د نوم نه څرګندولو په شرط- رسنیو ته وویل، چې د ولسمشر ټرمپ نویو او پخوانیو مرستیالانو د پاکستان په ضد وروستي اقدامات په خپلو تګلارو کې شامل کړي، چې په هغوی کې د سرکاري او پوځي چارواکو پر ویزو بندیز هم شامل دی:

"موږ تیار په سیمه کې هغه څه وکړو چې د امریکې د وګړو او ګټو د خوندي کولو لپاره ورته اړتیا لرو".

مجله وایي، د ولسمشر ټرمپ له راتګ سره د پاکستان په اړه د امریکې پالیسي تر پخوانیو ولسمشرانو ډېره بدله شوې ده، چې د پاکستان په وړاندې په سختو ګامونو اخیستلو کې زړه نازړه وو.

داسې ګنګوسې دي چې که پر پاکستان پوځي مرستې د همېشه لپاره بندې شي، نو اسلام اباد به د اعلی ټیکنالوجۍ پوځي آلاتو ته لاسرسی ونه لري او له افغانستان سره پر سرحدي سیمو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې به له خنډونو سره مخ شي.

مجله لیکي چې سره له اقتصادي بندیزونو پاکستان د امریکې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو لپاره ارزښتمن دی، چې که هلته امن راشي نو امریکه به له دې جنګځپلي هېواده په عزتمنه توګه ووځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG