لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګلبدين نايب د افغان کرکټ لوبډلې تکړه ال راونډر ګرځېدلی


ګلبدين نايب

د افغانستان کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړی ګلبدين نايب په وروستيو کې د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې د کامياب ال راونډر (بالر او بېټسمېن) په توګه مخې ته راغلی دی.

نايب خپل بیټنګ او بالينګ نور ښه کړی او په لوبډله کې يې د باوري لوبغاړي په حېث لوبه کړې ده.

ګلبدين د متحده عرب اماراتو پرضد لوبه کې ۷۴ رنزونه جوړ کړي او اؤټ شوی نه ؤ، په ۲۰م مارچ په دغه لوبه کې نوموړي په بيټنګ کې خپل صلاحيتونه ښکاره کړي وو.

هغه د ائيرلېنډ پرضد مقابله کې ۴۵ رنزونه جوړ کړي او د لوبډلې په ګټه کې يې ښه کردار لوبولی ؤ.

هغه د غوراوي د سياليو په پايلوبه کې د ويسټ انډيز دوه لوبغاړي اؤټ کړي او ۲۸ رنزونه يې ورکړي ؤ، دغه لوبه په ۲۵مارچ شوې وه.

د کريک انفو وېب پاڼې ترمخه د ګلبدين نايب لمړۍ مينه د باډي بلډنګ سره وه او د هغې وروستو بيا کرکټ ته راغلی دی.

خو چې کله هغه کرکټ ته راغلو نو د کم عمره ال راونډر په حېث لوبډله کې شامل شو او لوبډلې بيا په کال ۲۰۰۸م کې پينځه ټورنامنټونه ګټلي وو.

هغه په کال ۲۰۱۱م کې په مستقل ډول ملي لوبډله کې شامل شوی ؤ.

د ګلبدين نایب تعلق د لوګر سيمې سره دی او هغه په ښي لاس بيټنګ او د مينځنۍ درجې تېز بال کوي.

۲۷ کلن نایب تراوسه پورې په ۴۱ سياليو کې لوبېدلی دی.

هغه په يو ورځنو ۴۱ سياليو کې ۶۱۵ رنزونه جوړ کړي او ۲۹ وکټې ي اخستي دي. هغه په ټي ټيونټي (شل اووريزو) ۳۸ سيالیو کې ۴۳۲ رنزونه اخستي او نهه لوبغاړي یې سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG