لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فېس بوک مالک: د خلکو د فېس بوک مالوماتو شريکولو د شخړې سپيناوي ته تيار يم


د فېس بوک مالک مارک زکربرګ

د فېس بوک مالک مارک زکربرګ پلان لري چې راتلونکو اوونيو کې د امريکې کانګرس ته مخامخ شي او په فېس بوک د خلکو د مالوماتو د شريکولو د شخړې په سر ورسره سپيناوي وکړي او شواهد وړاندې کړي.

هغه تيره اوونۍ سي اېن اېن سره په يوه مرکه کې د سپيناوي وړاندې کولو خبره کړې وه.

د فېس بوک مالک دغه پرېکړه د امريکايي قانون جوړؤنکو سېنېټرانو د بلنې وروستو کړې ده.

د فېس بک د کاروونکو د مالوماتو په غېر قانونه توګه کارېدو د لانجې (سکېنډل) مخې ته راتلو وروستو مارک زکربرګ په يوه مرکه کې منلې وه چې په دغه اړوند يې د ادارې نه ځينې غلطۍ شوي دي.

د خلکو د مالومات ترلاسه کوونکې څيړنيزې ادارې (کېمبرج اېناليټکا) باندې تور دی چې نزدې د پينځه کروړه فېس کاروونکو خلکو مالومات يې د امريکې په انتخاباتو کې د صدر ټرمپ د انتخابي مهم په ګډون په غېر قانوني توګه کارولي دي.

دا لمړی ځل دی چې د فېس بوک ۳۳ کلن مالک سپيناوي ته وړاندې کيږي باوجود له دې چې هغه ته له دې وړاندې د سېنېټ استخباراتي کمېټۍ خواست کړی ؤ.

تير کال په نومبر کې د فېس بوک جنرال کونسل د ګوګل او ټويټر د قانوني ډلو سره د سېنېټ هاؤس ته مخامخ شوی خو قانون جوړؤنکو د مالکانو په نه حاضرېدو د خفګان څرګندونه کړې وه.

د کېمبرج اېناليټيکا د لانجې مخې ته راتلو وروستو د قانون جوړؤنکو لخوا او په رسنیو داسې خبرونه مخې ته راتلل پېل شوي وو چې مارک زکربرګ بايد په خپله سپیناوی وکړي.

راپورونه وايي زکربرګ پلان نه لري چې برتانيه ته سپيناوی وکړي.

فېس بوک او ګوګل په سمدستي ډول په دغه اړوند د تبصرې کولو څخه ډډه کړې او ټويټر رد کړې ده چې د دوي سپيناوی به څوک کوي.

XS
SM
MD
LG