لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ: امريکا کې پخوانی سفير حسېن حقاني دې په ۳۰ورځو کې حاضر کړی شي


حسېن حقاني
حسېن حقاني

د پاکستان سترې محکمې حکم کړی چې په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسېن حقاني دې د لانجمنه مېموګېټ په قضيه کې په ۳۰ ورځو کې عدالت ته حاضر کړی شي.

حسېن حقاني دا وخت په امريکا کې مېشت دی.

سترې محکمې د فرورۍ په مياشت کې د لانجمنه مېموګېټ قضيه بيا پرانستې او د مشر قاضي ميا ثاقب نثار په مشرۍ يې د قضيې اورېدنې دپاره د درې کسیزه ججانو بنچ جوړ کړی ؤ.

نن د چهارشنبې/ شورو په ورځ د محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي د مشر نه پوښتنه کړې چې په څومره وخت کې به حسېن حقاني بيرته راولئ؟

ډي جي اېف ای ای ويلي د جوډیشل مجسټريټ نه وارنټ جاري شوی او هغه به نن کراچۍ او بيا واشنګټن ته په حسېن حقاني پسې واستول شي.

مشر قاضي د غصې څرګندونه کړې چې درې ځله مشرانو قاضيانو د مېمو په اړوند فېصله اورولې خو عملي شوې نه ده نوموړي ويلي ۳۰ ورځې وروستو به نور وخت ورنکړی شي.

مشر قاضي ويلي د مېمو په اړوند په ټيلي ويژن چېنلو بحثونه کيږي، او عدالت غور کوي چې په عدالت کې په روانو قضيو باندې په بحثونو بندېز ولګوي.

مشر قاضي دا هم ويلي چې په ټي وي پروګرامونو کې په ائين او قانون باندې هغه خلک لګيا وي تبصرې کوي چې مالومات نه لري.

په مېموګېټ کې د نوازشريف رول

په کال ۲۰۱۱م کې د لانجمن مېموګېټ مخې ته راتلو وروستو د مسلم ليګ ن مشر او مخکني وزيراعظم نوازشريف سترې محکمې ته خواست کړی ؤ.

نوازشریف چې په خپله د سترې محکمې لخوا په پاناما قضيه کې نااهله کړی شوی او د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی نن يې ويلي، " چې کله په زرداري مېموګېټ جوړ شو ماله يې پرضد ملګرتیا نه وه پکار".

سترې محکمې په ننۍ اورېدنه کې نوازشریف ته هم د حاضرېدو ويلي ؤ. د کورنيو چارو او دفاع سيکرټريان هم نن په عدالت کې حاضر ؤ.

لانجمن مېموګېټ

د لانجمن مېمو نه پرده پاکستاني نژاده امريکايي سوداګر منصور اعجاز اوچته کړې وه او هغه تور لګولی ؤ چې په مئي ۲۰۱۱م کې د اسامه بن لادن د وژنې وروستو په واشنګټن کې د پاکستان د هغه وخت سفير حسېن حقاني د امريکا پخواني پوځي مشر اېډمرل مائک مولن ته پېغام استولی ؤ.

دغه پېغام د هغه وخت صدر اصف علي زرداري لخوا لېږل شوی ؤ چې پکې د اعجاز په وېنا اندېښنه ښودل شوې وه د پاکستان پوځ په حکومت کودتا کولى شي ځکه نو امريکا بايد د پاکستان پوځي او استخباراتي مشران دفشار لاندې ونيسي.

د پاکستان پيپلزګوند د هغه وخت وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني مېموګېټ سازش بللی ؤ.

د کمېشن رپوټ او حقاني غبرګون

په کال ۲۰۱۲م کې د لانجمن مېموګېټ د پلټنو دپاره جوړ عدالتي کمېشن ویلي ؤ چې د مېمو خالق حسېن حقاني ؤ او هغه د مېمو د لارې د امريکا نه د مرستې ترلاسه کولو هڅه کړې وه.
حسېن حقاني د کمېشن په رپوټ خپل غبرګون کې ویلي ؤ چې دغه رپوټ د اصل خبرې نه پام اړول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG