لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسټريليا کرکټ لوبډلې په کپتان او مرستيال د يو کال بندېز ولګول شو


اسټريليا د کرکټ لوبډلې کپتان سټېون سمتهـ او مرستيال کپتان ډېوډ وارنر باندې د ۱۲، ۱۲ مياشتو دپاره او بېټسمېن کېمرون بېنکروفټ باندې د نهه میاشتو دپاره په نړيوال او کورني کرکټ کولو بندېز لګولی دی.

د اسټريليا د کرکټ چارواکو دغه درې واړه لوبغاړي د جنوبي افريقې پرضد ټيسټ لوبه کې د بال خرابولو (بال ټمپرنګ) په سر سزاوار کړي دي.

د اسټريليا د کرکټ چيئرمېن ډېوډ پيوير لوبغاړو ته د سزا اورولو په اړوند ويلي،

" د پوهه لوبغاړو دپاره دا کافي سزا ده او بورډ دوي ته کمه سزا نه ده ورکړې، هغه هيله څرګنده کړې چې د معطلۍ په وخت کې به لوبغاړي بيرته د دې جوګه شي او بيرته به لوبې ته راشي او خپل کيريئر به جوړوي".

د کرکټ سي اي او جېمز سودرلېنډ ویلي، "زه مطمين يم چې لوبغاړو ته برابر سزاګانې ورکړی شوي دي ځکه دوي په يواځې سر په دغه پېښه کې ککړ وو او د دې سزا نه به سبق زده کړي".

د لوبډلې کوچ ته سزا نه ده اورول شوې او ويل شوي چې د هغه د پېښې سره تعلق نه ؤ.

د اسټريليا بېټسمېن کېمرون بېنکروفټ د لوبې وروستو منلې وه چې هغه د جنوبي افريقې پرضد پينځه ورځنۍ درېمه لوبه کې بال خراب کړی ؤ.

په لوبغالي کې د هغه د بال د خرابولو عمل په کېمرو کې ريکارډ شوی ؤ.

د پېښې وروستو کپتان او مرستيال کپتان خپلې چوکۍ پرېښودې او په يادو لوبغاړو د لوبې په وخت جرمانې هم لګول شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG