لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ د افغاني او هندي کرنسۍ په پرتله تر بل هر وخت ارزښت بایللی


د سختو اقتصادي ستونځو له امله پاکستانۍ روپۍ په اوس وخت کې ډېره لوېدلې او ارزښت یې د ډالر په وړاندې تر بل هر وخت زیات کم شوی دی.

پاکستانۍ روپۍ د خپلو ګاونډي هېوادونو افغانستان، هند او بنګله دېش د کرنسیو په مقابله کې ډېره لوېدلې ده. د کرنسیو د تبادلې په ننني نړیوال بازار کې د ډالر په مقابله کې د دغو څلورو هېوادونو د کرنسیو بیې په لاندې ډول لیدلای شئ:

یو ډالر = ۱۱۵.۶۰ پاکستانۍ روپۍ

یو ډالر = ۶۹.۵۶ افغانۍ

یو ډالر = ۶۵.۱۶ هندي روپۍ

یو ډالر = ۸۴. ۰۵ بنګله دېشي ټکه

پاکستانۍ روپۍ په داسې وخت کې خپل ارزښت بایللی، چې په اقتصادي شرحه کې له ودې سره- سره دا هېواد د ۳۰۰ اربه ډالرو تاوان له خطر سره مخامخ دی.

د پاکستان د سټېټ بېنک ویاند عابد قمر رویټرز خبري ايجنسۍ ته ویلي، چې د روپۍ په ارزښت کې کموالی زیاتوالی له بازار سره سمه خبره ده.

خو د بهرنيو کرنسیو د تبادلې سوداګر وایي چې په ورځني بازار کې له روپۍ سره د مرکزي بېنک د ملاتړ بایللو د روپۍ ارزښت لاندې راوست.

مرکزي بېنک وایي دا پرېکړه یې وروسته له هغه کړې ده، چې د هېواد خوندي پانګې کچه ډېره لوېدلې ده او د حکومت لګښت د آمدن په پرتله زیات دی.

په پاکستان کې عام وګړي وایي، د حکومت د ناکامه اقتصادي پالیسیو ټول تاوان همدوی ته رسي، چې له امله یې دوی تل له سختو اقتصادي ستونځو سره مخامخېږي.

اقتصادي څېړونکي وایي، دا نه ده معلومه چې حکومت د پیسې د ارزښت له کمولو وروسته د رامنځته کېدونکې ګرانۍ د مخنیوي لپاره څه ګامونه اخیستي او څنګه دا خبره باوري کوي چې د ژوند د ورځني استعمال شیان به نه ګرانېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG