لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د مځکې ښویېدو او بام را لوېدو په پېښو کې ۱۷ تنه مړه شوي


پاکستاني رسنۍ وایي د ګلګت بلتستان صوبې په دیامیر ضلع کې په دوو جلا- جلا پېښور کې ۱۳ تنه مړه شوي دي.

د دیامیر ضلع یو چارواکي محمد طاریق رسنیو ته ویلي، لومړۍ پېښه په یوه کلي کې وشو چې مځکه را وښویېده او شپږ تنه تر لاندې شول.

وایي د شورو- چارشنبې په ورځ چې کلیوالو د نړېدلي کور خاورې خځلې ټولولې، ځکه چې وایي سړک یې بند کړی وو او په دې وخت کې د غره تختې بیا را وښويېدې، چې شپږ تنه یې مړه کړل او اووه نور ټپیان کړل.

د سیند په جنوبي سیمه سکر کې هم په یوه پېښه کې یوولس تنه مړه شوي دي. د پولیسو مشر مشتاق جتویي وایي د چارشنبې په ورځ هلته د یو ګودام بام (چت) را لوېدلی، چې د ښځو په شمول شاوخوا ۴۰ تنه تر لاندې شول.

پولیس مشر وایي په دغو کسانو کې د اوو ښځو او دوو ماشومانو په شمول یوولس تنه مړه شوي او ۲۸ نور پکې ټپیان شوي دي، خو وایي په ځینو کسانو پسې- چې لا تر خاورو لاندې دي- پلټنه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG