لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته رسېدلې ده


د نوبل نړیوال ایوارډ ګټونکې ملاله یوسفزۍ له شپږو کلونو وروسته پاکستان ته بيرته رسېدلې ده، چې ویل کېږي په یوه غونډه کې به ګډون کوي.

پاکستاني رسنۍ وایي ملاله تيره شپه ناوخته په یوه ځانګړې چارټر الوتکه کې له لندنه اسلام اباد ته رارسېدلې ده.

په ځايي ټيلي ويژن چېنلو ځينې عکسونه خپاره شوي چې پکې ملالې يوسفزۍ اود د هغې د کورنۍ غړي مور و پلار او دوه وروڼه ليدل کيږي، او د دوي د راتګ لپاره د اسلام اباد پر هوایي ډګر کلک امنیت نیول شوي وو.

ټاکل شوې چې ملاله به د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني او د رسنیو په وینا د وزیراعظم په دفتر کې به د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ګډون هم وکړي.

ملالې یوسفزۍ یا د هغې پلار ضیاو الدین یوسفزي د دې سفر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې دوی به څلور ورځې په پاکستان کې تېروي او بیا به بیرته برتانیې ته ستنېږي.

ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم مبارزه ده، چې د ۲۰۱۲م کال په نومبر کې په سوات کې وسلوالو په ډزو ټپي کړه او له هغه را وروسته له خپلې کورنۍ سره د برتانیې په برمنګم کې مېشته ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG