لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ به څلور ورځې په پاکستان کې وي


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د نوبل نړیوال ایوارډ ګټونکې ملاله یوسفزۍ له شپږو کلونو وروسته پاکستان ته بيرته رسېدلې ده، چې ویل کېږي څلو ورځې به په پاکستان کې وي خو دا لا کره نه ده چې هغه به خپلې پلارنۍ سيمې ته هم لاړه شي.

پاکستاني رسنۍ وایي ملاله تيره شپه ناوخته په یوه ځانګړې چارټر الوتکه کې له لندنه اسلام اباد ته رارسېدلې او په بېنظير بټو هوايي ډګر ښکته شوې چرته چې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي وو.

په ځايي ټيلي ويژن چېنلو ځينې عکسونه خپاره شوي چې پکې ملالې يوسفزۍ او د د هغې د کورنۍ غړي مور و پلار او دوه وروڼه ليدل کيږي، خو د ملالې په پاکستان کې د هلو ځلو په اړه ملالې يا د هغې پلاره ضياالدين يوسفزي په خپله څه نه دي ویلي.

ملاله او کورنۍ يې په يو شخصي هوټل کې پاتې کړی شوي دي او ويل کيږی د امنيت له کبله به څلور ورځې به يې هلې ځلې او ليدنې هم په دغه هوټل کې وي.

خو ځينې سرچينې وايي هغه به د اسلام اباد نه بهر هم د څو ځايونو سفرونه کوي خو د هغې سفرونه به کوم کوم ځاې ته وي دا هم لا نه ده مالومه شوې.

ټاکل شوې چې ملاله به د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني او د رسنیو په وینا د وزیراعظم په دفتر کې به د پنجشنبې/ زيارت په ورځ په یوه غونډه کې ګډون هم وکړي.

ځايي مطبوعات وايي ملاله به نن ماپښين د مدني ټولنې فعالو ښځو سره وويني.

د ملاله يوسفزۍ سره یې د هغې د ملاله فنډ چارواکي هم راغلي دي.

د جينکو د تعليم نړیواله مبارزه ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال په نومبر کې په سوات کې وسلوالو طالبانو په ډزو ټپي او د علاج دپاره بيا برتانيې ته وړل شوې وه او له هغې وروستو تراوسه پورې له خپلې کورنۍ سره د برتانیې په برمنګم کې مېشته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG