لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله يوسفزۍ به د پاکستان د پوځي  مشر سره د سوات سفر کوي، راپور


د نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ چې نزدې شپږ کاله وروستو پاکستان ته رارسېدلې، ويل کيږی چې هغه به خپلې پلارنۍ سيمې سوات ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره یو ځای سفر وکړي.

د ملالې يوسفزۍ پاکستان کې د څلورو ورځو د هلو ځلو په اړوند په رسمي ډول حکومتي چارواکو يا ملالې او د هغې پلار ضيا الدين يوسفزي په خپله هم څه نه دي ويلي.

خو نيويارک ټائمز په خپل يو راپور کې د پوځي سرچينو لخوا ليکلي، " امکان دی چې ملاله سوات ته ځي د پوځ مشر جنرال قمر باجوه به يې په سفر کې ملګری وي"، خو د بلې کومې سرچينې څخه د دغه خبر پخلی نه دی شوی.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې په خپله هم د ملالې پاکستان ته د راتګ او دلته د هلو ځلو په اړوند څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ویاند محمد فېصل په ټویټر ملاله يوسفزۍ ته پاکستان ته په راتګ هرکلی وېلی دی خو په دغه اړوند يې نور تفصيل نه دی ورکړی.

د پاکستان دولتي رسنیو هم دومره ویلي چې په کال ۲۰۱۲م کې د طالبانو د بريد وروستو په لمړي ځل ملاله يوسفزۍ پاکستان ته بيرته ستنه شوې ده.

ملاله يوسفزۍ د خپلې کورنۍ سره په اسلام اباد کې په يو شخصي هوټل کې دېره کړی شوې ده، او ويل کيږي نن به د پاکستان د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره ويني.

ویل کيږي د ملالې پاکستان کې د هلو ځلو تفصيل د امنیت له کبله نه دی ښکاره کړی شوی.

د جينکو د تعليم نړیواله مبارزه ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال په نومبر کې په سوات کې وسلوالو طالبانو په ډزو ټپي او د علاج دپاره بيا برتانيې ته وړل شوې وه او له هغې وروستو تراوسه پورې له خپلې کورنۍ سره د برتانیې په برمنګم کې مېشته ده.

XS
SM
MD
LG