لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: "تراوسه مې يقين نه راځي چې په پاکستان کې يم"


د نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي " ډېره خوشحاله يم تراوسه مې يقين راځي، که رښتیا اوواېم چې پاکستان ته راغلې يم، او په تيرو پينځه ؤ کلونو کې مې تل دا خوب ليدلی دی".

ملالې ته د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي په ماڼۍ کې د هغې په درناوي کې دستوره راجوړه شوې وه.

دستورې ته ملالې خپله وېنا د پښتو د خبرو نه وکړه پاکستان ته په راتګ يې د خوشحالۍ څرګندونه او د وزيراعظم او نورو نه يې مننه وکړه.

ملاله پاکستان ته د راتګ په خبره غرېو ونيوله، او وې يې ويل چې کله مې د دنيا سفرونه کړي هم دغه خيال مې ذهن ته راغلی چې په پاکستان کې په اسلام اباد کې ګرځم.

هغې وويل "په ۱۹۹۹م کې زېږېدلې يم، اوس د ۲۰ کالو يم خو په ژوند کې مې ډېر څه وليدل"، هغې په سوات کې د ترهګرۍ يادګېرنه وکړه چې څنګه دغه ښايسته سيمه د بدامنۍ ښکاره شوه، بيا په هغې بريد وشو او ملک پرېښودل ورته د غاړې شو.

هغې وويل، " ما نه غوښتل چې د پاکستان نه بهر لاړه شم خو دلته ډاکټرانو زما علاج او بهر د علاج دپاره لاړم"، هغې وويل تل مې غوښتلي چې پاکستان ته لاړه شم او ازاده وګرځم د خلکو سره خبرې وکړم.

هغې وويل "مونږ له د ماشومانو په تعليم کار کول پکار دی ملاله فنډ د وړاندې نه په دې کار کوي، مونږ د شپږ ملينه ډالرو نه زیات په پاکستان کې په تعليم خرڅ کړي دي د جينکو په تعليم، او نور کار پرې کوو لګيا يُو".

هغې وويل مونږ د تيرو پينځه ؤ کالو نه د ماشومانو د تعليم دپاره په هر اړخ کار کوو او دوامداره به یې ساتو.

دستورې ته په وېنا کې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ملالې ته په مخاطب کولو سره وويل، "مونږ تاته هر کلی وايو او ستا ملک ته راتګ او ستا ساتنه زمونږ زمه واري ده ".

هغه وويل، "مونږ د ترهګرۍ پرضد سخته جګړه کړې ده شپږ نيم زره پوځي ځوانان مو شهيدان شوي ۲۵ زره پوليس او نور خلک وژل شوي او د دغو قربانو د لارې نن په پاکستان کې امن دی، پاکستان کې ترهګري ختمه کړی شوې ده خو مونږ اوس هم د ترهګرۍ پرضد جنګيږو".

وزيراعظم وويل دنیا که هر څه وايي خو نن په نړۍ کې د ترهګرۍ پرضد تر ټولو غټه جګړه پاکستان کوي، نن هم د پاکستان دوه لاکه عسکر په دې جګړه کې قربانۍ ورکوي او نه يواځې پاکستان بلکې نړۍ ته امن ورکوي.

نوموړي ملالې ته په مخاطب کولو سره وويل، " چې نړۍ ته زمونږ دغه پېغام ورسوه، تاسو د نړۍ استازيتوب کوئ د پاکستان استازيتوب کوئ، او په خصوي توګه چې تاسو د جينکو د تعليم دپاره کومه مبارزه کړې ده هغه زمونږ دپاره د رڼا لاره ده".

ښاغلي عباسي د خپلو په اخره کې يو ځل بیا وويل، "ملالې کور ته په خېر راغلې".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG