لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټنډولکر: اسټريليا لوبغاړو ته سمه سزا ورکړې ده


د هند پخواني ستوري لوبغاړي سچن ټنډولکر ویلي، د اسټريليا د کرکټ چارواکو خپلو لوبغاړو ته د سزا "سمه فېصله" اورولې ده.

اسټريليا پرون د چهارشنبې/ شورو په ورځ د بال خرابولو (بال ټمپرنګ) په سر د لوبډلې مشر سټيون سمتهـ او مرستيال مشر ډېوډ وارنر باندې د کرکټ نه د يو کال بندېز لګولی او بېټسمېن کېمرون بېنکروفټ يې د نهه میاشتو دپاره معطل کړی دی.

د اسټريليا لوبغاړو د جنوبي افريقې پرضد درېمه پينځه ورځنۍ لوبه کې بال خراب کړی ؤ.

ټنډولکر په ټويټر ليکلي،

"کرکټ د تکړه او شریفو خلکو د لوبې په توګه پېژندل کیږي، زما په فکر دا لوبه دې بايد سوتره وشي، که څه هم بدمرغه پېښه رامنځته شوې خو د کرکټ د احترام په حېث ښه پرېکړه شوې ده، ګټه مهمه ده خو د ګټې لاره لا ډېره مهمه ده".

ټنډولکر باندې په کال ۲۰۰۱م کې په خپله هم د بال خرابولو تور لګېدلی ؤ.

د جنوبي افريقې پرضد لوبه کې د بال خرابولو وروستو د اسټريليا بېټسمېن کېمرون بېنکروفټ د لوبې وروستو منلې وه چې هغه د جنوبي افريقې پرضد پينځه ورځنۍ درېمه لوبه کې بال خراب کړی ؤ.

په لوبغالي کې د هغه د بال د خرابولو عمل په کېمرو کې ريکارډ شوی ؤ.

د پېښې وروستو کپتان او مرستيال کپتان خپلې چوکۍ پرېښودې او په يادو لوبغاړو د لوبې په وخت جرمانې هم لګول شوې وې.

XS
SM
MD
LG