لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ډېورنډ په کرښه د پاک افغان پوځ د نښتو رپوټونه رد کړي دي


د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل
د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر دغه خبره رد کړې ده چې ګنې د ډېورنډ په کرښه د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې ټويټ خپور کړی چې پکې ویل شوي،

" په ټي وي ۱ چې په ۲۷م مارچ د پاکستان او افغانستان د ځواکونو د نښتې کوم خبر خپور شوی هغه غلط دی، د پاکستاني ځواکونو د پولې پورې غاړې ته اوړېدو هيڅ څه پېښه نه ده رامنځته شوې، او پاکستان د افغانستان خاورې ته خپلواکي او احترام لري".

د افغانستان ځينې رسنيو د چهارشنبې/ شورو په ورځ دغه خبر خپور کړی چې د پکتيا په پوله د پاکستان پوځ د ډېورنډ په کرښه افغانستان لوري ته اوړېدو او په دغه مهال نښته شوې وه.

ويل شوي وو افغان ځواکونو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ څو سرتيري وژل شوي او يو افغان پوليس سرتيری پکې ژوبل شوی ؤ.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي ؤ چې کابل کې يې د پاکستان سفير راغوښتی او په تیرو څو اوونيو کې د پاکستان لخوا د ډېورنډ د کرښې پورې غاړې ته يې د توغنديو په ويشتو يې ورته اندېښنې څرګندې کړې وې.

افغان چارواکي دعوه کوي چې د پاکستان پوځ په تیرو دوؤ اوونیو کې په کونړ ولایت کې په سوونو توغندوي بریدونه کړي چې خلکو ته پکې زیانونه اوښتي دي خو پاکستان د دغو بریدونو په اړوند تراوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د هېواد په ختيځو سيمو کونړ، نورستان اود ډېورنډ کرښې ته د ننګرهار ترڅنګ نورو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د توغنديو بريدونه د کلونو راهسې دوام لري.

وزارت دا تور هم لګوي چې د پاکستان حکومت غواړي په دې ډول بریدونو سره د ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرتو علاقو څخه خلک له خپلو سیمو بې ځایه کړي او هلته ترهګرو ډلو ته د اوسېدو موقع برابره کړي.

د پاکستان حکومت تر دې دمه د افغان حکومت د دې دریځ په اړه څه نه دي ویلي ، خو له دې وړاندې یې ویلي چې دوی پرهغو سیمو د توغندو بریدونه کوي چې ترې د پاکستان امنیتي پوستې د ترهګرو دحملو ترګواښ لاندې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG