لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د امریکا پلاوي له افغانانو سره پر دوامداره ترهګرۍ ضد مبارزه ټینګار وکړ


د امریکې د کانګرس یو پلاوی کابل ته تللی دی. افغان چارواکو ویلي، پلاوي له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه ريیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د افغان حکومت درې کلنې لاسته رواړنې مثبتې وګڼلې.

افغان ولسمشر او پلاوي د افغانستان او امریکا د اړیکو او د ترهګرۍ په ضد د مبارزې پر لارو چارو او د جنوبي اېشیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر تګلاره هم خبرې کړي دي. ولسمشر غني پلاوي ته په خبرو کې ویلي:

"د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې ګډې همکارۍ، د افغانستان او جنوبي اېشیا لپاره د امریکې نوې تګلارې په ماحول کې مثبت بدلون راوستی، چې له کبله یې موږ اوس تر بل هر وخت خپلو هدفونو ته نیژدې شوي یوو"

د امریکا د کانګرس د پلاوي مشرې مېرمن نېنسي پلوسي له افغان ولسمشر سره د لیدو په وخت ویلي، چې هېواد به يې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې همېشنیو مرستو ته دوام ورکړي او د یو سټرېټیجیک ملګري په توګه به له افغانستان سره مل وي.

نېنسی پلوسي له ولسمشر غني سره په کابل کې.
نېنسی پلوسي له ولسمشر غني سره په کابل کې.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، د نېنسي پلوسي په مشرۍ د امریکا د کانګرس پلاوي له ولسمشر غني سره ولیدل.

مینه پال وایي دواړو خواوو د سولې پر پروسه، د مېرمنو پر فعاله ونډه، سیمه ییزه همکارۍ او پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې وکړي. مینه پال وویل:

"دواړو طرفونو د سولې د پروسې، د ښځو پر فعاله ونډه، اقتصادي پرمختګ، پانګه اچونې، ټرانزیټ، سیمه ییزه همکارۍ، انتخاباتو، اداري فساد، له نشه يي توکو سره پر مبارزه بحث او د نظر تبادله وشوه".

ولسمشر غني له پلاوي سره په خبرو کې دا هم ویلي چې هېواد یې یواځې د یوه جمهوري نظام له لارې پر مخ تلای شي، ځکه د هغه په وینا استبدادي او نور نظامونه تجربه شوي دي، چې وایي نتیجې يې ناکامه شوې دي او ولس ورباندې نور باور نه کوي.

کابل ته د امریکا د کانګرس پلاوی په داسې وخت کې سفر کوي چې ایله دوې ورځې وړاندې په تاشکند کې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو د استازو نړیواله غونډه پای ته رسېدلې، چې د افغان حکومت په وینا په نړیواله او سیمه ییزه کچه پکې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وشو او له وسلوالو طالبانو وغوښتل شول چې له شرایطو پرته له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG