لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي پر طالبانو د خبرو لپاره رسمي او غیررسمي فشار اچوي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیصل په افغانستان کې د داعش ډلې پر موجودګي هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې داعش نه یواځې د پاکستان او افغانستان د سلامتیا لپاره خطر ده، بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته هم خطر جوړولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي پاکستان په دې باور دی چې په افغانستان کې امن د مذاکراتو له لارې راتلای شي او په دې برخه کې پاکستان هر ډول مرستې ته تیار دی، خو له نړۍ هم غواړي چې د دې عمل ملاتړ وکړي:

"پاکستان پر طالبانو رسمي او غیررسمي فشار اچوي، چې په افغانستان کې د امن له بهیر سره ملګري شي، دا موږ د ټولو ګډه ذمه واري ګڼو".

د پاکستان د بهرنیو چازو وزیر خواجه آصف هم د تاشکند په غونډه کې تر برخې اخیستو وروسته ویلي وو، چې پر طالبانو او نورو وسلوالو ډلو باید "ګډ فشار" واچول شي، چې هغوی خبرو اترو ته مجبور کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیصل په افغانستان کې د داعش ډلې پر موجودګي هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې داعش نه یواځې د پاکستان او افغانستان د سلامتیا لپاره خطر ده، بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته هم خطر جوړولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل.

محمد فیصل وایي د داعش د پټنځایونو په اړه یې له افغان چارواکو سره معلومات شریک کړي دي، خو هغوی یې په ضد اقدامات نه دي کړي، خو افغان چارواکي وايي چې د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې یې د داعش اکثر وسلوال د پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم امریکې ته د خپل وروستي سفر په مهال ویلي وو، چې د داعش جنګیالي د پاکستان په مرسته تربیت تر لاسه کوي او بیا د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې جنګیږي.

بلې خواته د پاکستان انګرېزي ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د زیارت- پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته د هغو پاکستاني وسلوالو یو نوملړ ور سپارلی، چې وایي په سوات کې یې د پاکستاني پوځ پر سرتېرو په وروستي برید کې لاس درلود.

ورځپاڼه وایي په نوملړ کې د پاکستاني طالبانو، جماعت الاحرار ډلې او نورو وسلوالو نومونه او پټنځایونه شامل دي، چې وایي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي آثاثو بریدونه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر.

دا نوملړ په داسې وخت کې افغان سفارت ته ورکړل شوی، چې د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د شورو- چارشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې دا ومنله چې د دوی په غوښتنه د افغانستان په خاوره کې د هغو ترهګرو په ضد بریالي عملیات شوي دي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي. آصف غفور وایي:

"زموږ ځینې غوښتنې چې وې پر هغوی عمل پیل شوی دی، په وروستیو کې ګډې پولې ته نیژدې په افغان خاوره کې نېټو او افغان ځواکونه زموږ په غوښتنه د وسلوالو پر پټنځایونو عملیات کړي دي"

د کابل پروسې د دویمې غونډې یوه میاشت تېره شوه، چې افغان حکومت وسلوالو طالبانو ته د خبرو لپاره امن پلان وړاندې کړی، خو وسلوال طالبان لا هم غلي دي او په دې اړه یې رسمي ځواب نه دی ویلی، چې د ځینو څېړونکو په نظر دا د طالبانو تر منځ د سلا مشورو ښکارندویي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG