لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته اته نور ډرون ویشتونکي سیستمونه ورکوي


د امریکا دفاع وزارت افغان امنیتي ځواکونو ته د اتو نورو ډرون ویشتونکو سیستمونو د ورکړې تړون د بوینګ کمپنۍ له یوې قراردادي کمپنۍ سره لاسلیک کړ.

د دفاع وزارت لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې د دغه قرارداد ارزښت څه باندې ۴۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

خبر زیاتوي چې یاد ډرون ویشتونکي سیستمونه به د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې افغانستان ته ورسیږي.

تر دې مخکې په تېر جولای میاشت کې هم یادې کمپنۍ ته د پنځو ډرون ویشتونکو سیستمونو قراردادونه ورکړل شوي وو چې ارزښت یې څه باندې ۱۹ میلیونه ډالره و.

افغان امنیتي ځواکونه د ۲۰۱۶ کال د اپرېل راهیسې له دغو سیستمونو څخه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG