لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ایران د اسرایلي جنګي الوتکو پروازونه د جګړې د خطر زنګ


د کویت الجریده ورځپاڼه لیکي چې د اسرایلو دوې ایف- ۳۵ جنګي جیټ الوتکې تېره میاشت پر شام او عراق تېرې شوې او د ایران فضایي حدودو ته ننوتې، چې وایي په بندر عباس، اسفهان او شیراز ښارونو کې یې ځینې ځایونه هم وویشتل.

ورځپاڼه وایي دا په سیمه کې د جګړې اور ته د لمن وهلو اشاره ده خصوصاً په دې وروستیو کې چې اسرایلي پوځ په شام کې پر پینځو ایراني مرکزونو بریدونه وکړل.

رپوټونه وایي دغو دوو اسرایلي جنګي الوتکو- چې د نړۍ په کچه پرمختللې دي- د خلیج فارس پر هغو ځایونو ډېر لوړ پروازونه وکړل، چې ګومان کېږي د ایران له ایټمي پروګرام سره تړلي مرکزونه دي.

ورځپاڼه دا هم وایي چې دغه جیټ الوتکې نه ایراني راډار او نه په شام کې موجود روسي راډار کشف کړې. سرچینې دا نه تاییدوي چې دغه پروازونه د امریکې د پوځ په سلامشوره شوي که څنګه، چې په وروستیو کې یې د اسرایلو له دفاعي ځواکونو سره ګډ عملیات کړي دي.

سرچینې وایي د اسرایلي هوايي ځواکونو په فعالو چارو کې اووه ایف-۳۵ الوتکو په شام او د شام او لبنان پر پوله ګڼ شمېر مشقونه کړي دي، چې وایي دغه الوتکې له اسرایلو تر ایرانه دوه ځله له تېلو پرته پرواز کولای شي.

اسرایلو دا منلې ده چې په تېرو پینځو کلونو کې یې پر شام باندې شاوخوا ۱۰۰ هوایي بریدونه کړي، چې د حزب الله ډلې وسلوال، وسلوال کاروانونه او تاسیسات یې په نخښه کړي دي.

تېره اونۍ د اسرایلو دفاعي ځواک تایید کړه چې دوی په ۲۰۰۷م کال کې په شام کې یو مشکوک اېټمي ریاکټر په بمونو ویشتلی وو او د دغو هوايي بریدونو مقصد یې دا ګڼلی وو، چې ایران به هېڅکله د اېټمي وسلو پراخوالي ته پرېنږدي.


په فیبرورۍ کې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې وېره هغه مهال خپره شوه کله چې د ایران یو بې پیلوټه الوتکه د اسرایلو په هوا کې وویشتل شوه او بیا په سوریه کې د اسرایلو هغه جټ الوتکه رانسکوره کړای شوه کومې چې د ایران په مرکزونو باندې بریدونه کول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG