لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان ته یې طالب ترهګر سره دثبوتونو سپارلی


پاکستان وایي سوات کې دپاکستاني پوځ په یوه قطعه شوي برید کې ککړ دپاکستاني طالبانو دتحریک اړوند ترهګر یې اسلام اباد کې دافغانستان سفارتخاتې ته د ټولو ثبوتونو سره سپارلی دی.

افغان حکومت ته د طالب ترهګر د سپارلو دا دعوه په داسې مهال شوې چې سویلي اؤ مینځنۍ ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیاله وزیره ایلس ویلز اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دامن دټینګښت په خبرو بوخته ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي افغانستان ته دسپارل شوي ترهګر په اړوند پاکستان داسې ثبوتونه په لاس کې لرل چې دهغه افغانستان کې دپاکستاني طالبانو اؤ جماعت الاحرار ځالو ته تګ راتګ ترې په ډاګه کیږي.

له دې وړاندې دجنورۍ په میاشت کې هم پاکستان دعوه کړې وه چې افغانستان ته یې ۲۷ ترهګر سپارلي خو وروسته افغان چارواکو وویل” افغانستان ته سپارل شوي کسان ترهګر نه دي بلکې هاغه عام افغان کډوال دي چې پاکستاني ځواکونو بېګناه نیولي وؤ”

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي په افغان چارواکو یې ټینګار کړی چې خپله خاوره کې دترهګرو دهاغو ځالو په ضد ګامونه واخلي چې پکې دپاکستاني پوځیانو په پوستو اؤ عامو وګړو د بریدونو پلانونه جوړیږي.

پاکستاني چارواکي زیاتره وخت دعوې کوي چې پاکستان سره په پوله پرتو دافغانستان ختیزو ولایتونو څخه ترهګر دپاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي خو افغانستان بیا وایي چې دترهګرو د موجودیت په پلمه پاکستان دافغانستان په خاوره بریدونه کوي.

روانه میاشت کې افغان چارواکو څو کرته دعوه کړې ده چې پاکستاني ځواکونو په کنړ ولایت په سوؤنو توغندي ویشتلي چې دعامو خلکو کورونو اؤ مالونو ته یې زیانونه اړولي دي.

درې ورځې وړاندې دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې دافغانستان په خاوره دپاکستان لخوا کیدونکو بریدونو ته یې زغم په ختمیدو دی اؤ که له دې وروسته پاکستان دافغانستان په خاوره بریدونه وکړل نو افغان ځواکونه به یې کوټلی ځواب ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG