لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسپریم کورټ ویاند: مشر قاضي وزیراعظم ته "فریادي" نه دی ویلی


دپاکستان دسترې محکمې ویاند سپیناوی کړی چې دمحکمې مشر قاضي یا چیف جسټس ښاغلي ثاقب نثار وزیراعظم ته” فریادي” نه دي ویلی بلکې د حکومت دمشر په توګه هغه ته زیات درناوی لري.

تیره اوونۍ د وزیراعظم اؤ مشر قاضي ترمینځ له لیدنې وروسته د یوې مقدمې اوریدنې په مهال چې ددغه ملاقات ذکر وشو نو مشر قاضي ویلي ؤؤ “هغه ته ډیر فریادیان خپل فریاد ور وړي اؤ دهغه کار دخلکو فریاد اوریدل دي”

دمشر قاضي په دغه بیان واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) اؤ د ټولنیزو رسنیو فعالیتو سختې نیوکې کړې وې اؤ پخواني وزیراعظم ښاغلي نوازشریف ویلي وؤ چې که وزیراعظم د مشر قاضي په دغو څرګندونو ناخوښی وي نو دهغه څخه دسپیناوي غوښتلو صلاحیت لري.

دجمعې په ورځ د سپیناوي یو بیان کې دسترې محکمې ویاند ویلي د فریادي لفظ مشر قاضي وزیراعظم دپاره نه دی کارولی بلکې دا په بېځایه ډول مشر قاضي پسې تړلی دی.

دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي په زیاترو پرېکړو اؤ څرګندونو د واکمن ګوند مسلم لیګ نون لخوا نیوکې کیږي چې دحکومت په ضد ولاړ دی خو مشر قاضي وایي چې هغه بې پلوه پرېکړې دائین په رڼا کې کوي.

له دې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار د ښه تقریر تشبیح د ښځو د سکرټ سره دکولو په سر د مېرمنو قهر راپارولی ؤ او د ښځو د حقونو دپاره کارکونکو او ښځینه وکیلانو د هغه نه غوښتنه کړې چې په خپل قول بخښنه وغواړي.

وروسته مشر قاضي پخپلو څرګندونو د میرمنو د چټک غبرګون له امله معذرت کړی ؤ اؤ خپل بیان یې بېرته اخستی ؤ.

دپاکستان سترې محکمې تیر کال دجولایي په میاشت کې وزیراعظم نوازشریف په یوه قضیه کې نااهله ګرځولی اؤ هغه یې دخپلې څوکۍ څخه کوز کړی ؤ چې د هغې راپدیخوا د واکمن ګوند مشران اؤ غړي داشارو په ژبه مشر قاضي د پوځ په مرسته تورنوي اؤ وایي هغه دمسلم لیګ دمشرانو په ضد پریکړې دبل چا په خوښه کوي.

خو مشر قاضي وایي هغه د چا دنیوکو پرواه نه کوي اؤ خپلو ائیني مسولیتونو ته به دوام ورکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG