لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دافغان کډوالو خپل هیواد ته دبیرته ستنیدو موده وغځوله


دپاکستان مرکزي حکومت د ۱۴ؤ لکو راجسټرډ افغان کډوالو ترڅنګ د ۲۳ؤ لکو کډوالو پاکستان کې داستوګنې موده تر ۳۰م جون پورې غځولې ده.

دپاکستان یو لوړ پوړي چارواکي د افسرانو یوې دستورې ته ویلي کوم افغان کډوال چې پاکستان کې راجسټرډ دي اؤ درجسټریشن ثبوت هم لري هغوئ کولی شي پاکستان کې تر ۳۰جون پورې پاتې شي اؤ کوم افغان کډوال چې دافغانستان د وګړتوب کارتونه لري هغوئ هم تر دغه ټاکلې مودې پاکستان کې داستوګنې حق لري.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې دغه دستوره چې تیره ورځ دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې اؤ افغان کمشنرۍ په ګډه پیښور کې راجوړه کړې وه پکې دافغان کډوالو خپل هیواد ته په بیرته لیږلو، هغوي دپاره د روغتیایي ، تعلیمي اؤ ټولنیزو اسانیو په برابرؤلو خبرې شوي دي.

د دروان کال په مهال دادریم ځل دی چې پاکستان کې دافغان کډوالو د استوګنې موده سیوا غځول شوې ده.

له دې وړاندې پاکستان کې دمشت افغان کډوالو دپاتې کیدو موده په ۳۱م مارچ سرته ته رسیدلې وه.

دشمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې د ۱۴ؤ لکو څخه زیات رجسټرډ کډوال ژوند کوي خو ددې ترڅنګ خواوشا اته لکه هاغه افغان کډوال هم نزدې وختونو کې په ګوته شوي دي چې د کډوالو دکیمپونو څخه بهر استوګنه لري.

دغه دستورې ته خپله وینا کې دافغان کمشنرۍ مشر ښاغلي وقار معروف ویلي دملګرو ملتونو دکډوالو اداره یو این ایچ سي ار اؤ اؤ افغان کمشنري په ګډه د کډوالو خپل هیواد ته ستنولو دپاره د پاکستان دحکومتي تګلارې په اساس کار کوي.

هغه وویل پخپله خوښه دافغانانو دبیرته ستنیدلو دپروګرام په اساس د مارچ دلمړۍ نیټې څخه خواوشا ۱۰۰ کورنۍ خپل هیواد ته ستنې شوي دي.

هغه وویل کوم کډوال چې خپل هیواد ته پخپله خوښه ستنیږي ،‌دستنیدلو په عمل کې ورسره کوټلې همکاري کیږي.

دغه دستوري ته پخپله وینا کې په پیښور کې دملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار مشر دانش شریستها ویلي کډوالو ته د روغتیا اؤ تعلیم په ګډون په ګڼو څانګو کې روزنه ورکړل شوې ده.

هغه وویل “زمونږ دپاره مهمه داده چې افغاني ماشومانو ته ښې زده کړې ورکوؤ اؤ د کډوالو په کیمپونو کې ورته ټولې اسانۍ برابرې کړو”

د افغانستان د کډوالو او هېواد ته د ستنیدونکو کډوالو د چارو وزات ویلي په یوه داسې پلان باندې کار کوي ترڅو د یوې منظمې پروسې له لارې د افغان کډوالو راتګ ته زمینه برابره شي.

د کډوالو اوراستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخیل روانه میاشت کې وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي وؤ د مارچ له لمړۍ نیټې څخه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو دستېندو لړۍ پیل شوې ده.

نوموړي هیله ښودلې وه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له پاکستان څخه اووه لکه افغان کډوال هیواد ته راستانه شي او افغان حکومت هم ورته امادګي نیولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG