لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان اوبو نه په اوچه د وار کوونکي بابر توغندي ازموئنه کړې


پاکستان د سمندري بیړې څخه په اوچه د خپل هدف ویشتونکي توغندي “بابر” یوه بله ازموئنه کړې ده اؤ وایي چې دغه توغندی د اوبو څخه په اوچه خپل هدف ښه رسا ویشتلی شي.

دپاکستان پوځ ددې نوي توغندي د ازموئنې خبر په داسې حال کې ورکړی چې د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستان ګاونډي غلیم هیواد هندوستان کله د خپل یو نوي توغندي د ازموئنې دعوه وکړه نو پاکستان پرې سختې نیوکې کړې وې اؤ تور یې لګولی ؤ چې هند په سیمه کې د وسلو زغل ته وده ورکوي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي دغه کروز توغندي بابر د ازموئنې په مهال د اوبو څخه په اوچه خپل ورکړل شوی هدف په بریالیتوب سره ویشتلی دی

پوځ ویلي په ملکي کچه جوړ کړل شوی توغندی بابر د۴۵۰ کلو میټره په فاصله دخپل هدف د ویشتلو اؤ تباه کولو توان لري اؤ ددې ترڅنګ هر رقم روایتي اؤ غیر روایتي وسلې وړلی شي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې ددې توغندي د ازموئنې دمهال ویډیو هم جاري کړې ده چې پکې لیدل کیږي دغه توغندی د اوبو دننه په حرکت راځي اؤ بیا د اوبو څخه پورته کیږي اؤ په اوچه خپل هدف اوولي.

دپاکستان صدر ممنون حسین، وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اؤ د ګډو ځواکونو د کمیتې مشر جنرال زبېر حیات په دغه بریالۍ زموئنه دهیواد سائنس پوهانو اؤ انجنئیرانو ته مبارکي ورکړې ده.

هند او پاکستان دواړه وخت په وخت د میزایلو تجربې کوي. د څیړنو ادارې د پاکستان په اېټمي وسلو هم زیاتې اندېښمنې دي.

د جنورۍ په دریمه نیټه پاکستان د زمکې نه په زمکه او زمکې نه هوا کښې هدف وېشتونکې میزایل یا توغندي دبریالۍ ازموئنې اعلان کړی ؤ. د "هربه" په نوم دا نوی میزایل پاکستان سره د وړاندې نه دموجود کروز میزایلو چې پاکستان ورله د بابر نوم ورکړی، یو قسم دی او د تر ٧٠٠ کلومیټره پورې وار کولی شي.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دواړه ګاونډي هیوادونه د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند تیر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

XS
SM
MD
LG