لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان ورځپاڼو ملالې یوسفزۍ ته هرکلی ویلی او هغه یې نړيواله قهرمانه بللې


دي نیوز انګرېزي ورځپاڼه وایي د نوبل انعام ګټونکې، بشرپالې، فعالې او زده کوونکې ملالې یوسفزۍ چې په شل کلنۍ کې کومې کامیابۍ تر لاسه کړې دي، هغه خلک په خپل ټول ژوند کې تر لاسه کوي.

د پاکستان اکثرو خصوصاً انګرېزي ورځپاڼو خپلې نننۍ اداریې (سرلیکنې) د ملالې یوسفزۍ سفر ته ځانګړې کړې دي او هغې ته یې پاکستان ته په ورتګ هرکلی ویلی دی.

ډان انګرېزي ورځپاڼه:

ډان ورځپاڼه لیکي چې په عام حالت کې خپل هېواد ته د یوې شل کلنې یا شل کلن پر سفر باید خبرې ونه شي، خو دا ملاله ده او ملاله عامه نجلۍ نه ده. ډان لیکي، له پینځو کلونو وروسته چې هغې پر خپله خاوره لومړی قدم کښېښوو دا د هغې لپاره ډېره له جذباتو ډکه شېبه وه.

د ورځپاڼې په وینا د ملالې راتګ د دې د هغو ملګرو لپاره له جذباتو ډک دی، چې د نجونو د تعلیم په برخه کې د نړیوال ږغ د جوړېدو په سفر کې د ملالې هرې کامیابۍ ته خوشاله وې، خو هیله یې نه درلوده چې هغه د وسلوالو د ګواښونو له کبله خپل هېواد ته ستنه شي.

ډان وايي ملاله په اوس وخت کې په نړۍ کې مشهوره پاکستانۍ ګڼل کېدای شي، خو وایي د دې داستان هغه څه ښکاره کوي چې دا هېواد ورڅخه کړېږي او له بیانیې سره یې ټکر پیدا کوي، چې د دې هېواد د قرباني کېدو احساس ته پرله پسې وده ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چې ملالې د خپلو هڅو په بدل کې نړیوال ایوارډونه وګټل او نه یواځې د قلم په وسیله بلکې په عملي توګه یې هم د نجونو د تعلیم لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او برسېره پر دې چې دې دومره کامیابۍ یې تر لاسه کړې، خو د ټولنې ځینې خلک پرله پسې د هغې په ضد خوړجن او ناوړه تبلیغات کوي او د هغې د مبارزې پر انګېزو (مقصدونو) او د نړۍ له خوا یې پر ستاینو پوښتنې را پورته کوي.

ډان وایي که کوم شخصیت په نړۍ کې یو ډېر مثبت امېج هم ولري، خو ځینې خلک چې د هغه جرئت وویني او دا وویني چې هغه تر موږ د خپل هېواد ښه استازیتوب کوي، نو تر شا یې دسیسې او سازشونه ویني. وایي په دې برخه کې پاکستانیانو له خپلو اتلانو سره ښه نه دي کړي او د ډاکټر عبدالسلام- چې احمدی وو او په فزیکس کې لومړی نوبل انعام اخیستونکی پاکستانی وو- هڅو ته یې په ښه سترګه ونه کتل.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه:

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په پیل کې د ملالې تېر ژوند او د نجونو لپاره مبارزې ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان اوس د هغو بدو ورځو په پرتله- چې ملالې پکې د وسلوالو په ډزو ټپي شوه- ډېر بدل شوی دی او ملاله هم ډېره بدله شوې ده.

ټریبیون لیکي د نجونو د تعلیم لپاره پر نه ستړې کېدونکې مبارزه باندې ملالې له هېواده بهر د نوبل نړیواله جایزه وګټله او څومره چې طالبانو غوښتل هغه له مخې لرې کړي، همدومره ملاله د ناهیلو خلکو لپاره د یوې نه ختمېدونکې رڼا په بڼه د هیلو یو څرک ثابته شوه.

ورځپاڼه لیکي چې د ملالې د مبارزې او مزاحمت داستان په نړۍ کې یو تحریک را وپاراوه، چې د نجونو د تعلیم غوښتنه وکړي او د نړۍ مشرانو د ملالې اغېزمن رول ستایلی دی، چې وایي دې کار پېغلو ته نوره هم د تعلیم لپاره ډاډ او حوصله ورکړې ده.

ټریبیون وایي د ملالې همدې بېسارې زړورتیا پاکستان هم دې ته تیار کړی دی، چې د تعلیم او د ښځو په ضد د ترهګرۍ د ګواښونو او ډار پروا ونه کړي.

دي نېشن ورځپاڼه:

دي نېشن ورځپاڼه لیکي چې پاکستان ته د ملالې راتګ نه یواځې د هغې بلکې د ټولو پاکستانیانو لپاره ښه زېری دی او د هغې سفر عام سفر نه دی، ځکه وایي کوم پاکستان چې هغې پرېیښی وو اوس هغه پاکستان نه دی او د دې سفر دا څرګندوي چې پاکستان له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه کړې ده او په دې برخه کې بریالی شوی دی.

ورځپاڼه وایي دا په زړه پورې خبره ده چې د پاکستان لوی شخصیتونه او چارواکي د ملالې په ضد د بې مهاره دسیسو بیانیو او خبرو ته پام نه کوي او د ملت د لور غوندې یې هرکلی کوي او له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدنه یې دا ثابتوي، چې هېواد یې هغه څومره خپلوي او د هغې پر ټولو کارنامو ویاړ کوي.

دي نېشن وایي ملاله په دې وتوانېدله چې نړۍ ته د پاکستان یو سم تصویر وړاندې کړي او په تاریخ کې یوه تر ټولو ځوانه نجلۍ وه چې د نوبل ایوارډ یې واخیست، نو پکار ده چې د دې دغه کامیابۍ په ټول پاکستان کې په اجتماعي توګه ولمانځل شي.

ډېلي ټایمز ورځپاڼه:

دېلي ټایمز انګرېزي ورځپاڼه وایي طالبانو چې ملاله پر سر وویشتله، په حقیقت کې یې دا پر خپله پښه ډز وکړ. وایي کله چې له خپلو ټپونو ورغېده، نو د نجونو د تعلیم لپاره یې لا ګړندۍ مبارزه پیل کړه او په لنډ وخت کې یې نړیوال شهرت وموند، خو په کور دننه- په پاکستان کې- د هغې په اړه د سرکس د نندارو غوندې خبرې پیل شوې او د طالبانو له خوا پر هغې په برید خفه نه وو.

ورځپاڼه وایي پاکستان لومړی ریاست وو، چې د ملالې له کړاوونو یې د ګټې اخیستو هڅه وکړه، ځکه چې وایي د ملالې د زړوتیا په ستاینو پاکستان په اسانۍ له دې تریخ حقیقته سترګې پټولې، چې د ملګرو ملتونو میلینیم پرمختیایي هدفونو ته په رسېدو سره د تعلیم په برخه کې وروسته پاته وو.

دي نیوز ورځپاڼه:

دي نیوز انګرېزي ورځپاڼه وایي د نوبل انعام ګټونکې، بشرپالې، فعالې او زده کوونکې ملالې یوسفزۍ چې په شل کلنۍ کې کومې کامیابۍ تر لاسه کړې دي، هغه خلک په خپل ټول ژوند کې تر لاسه کوي.

ورځپاڼه وایي خپلې غیرمعمولي زړورتیا او ویښتیا له ملالې یوسفزۍ په ټوله نړۍ کې اتله جوړه کړه، پرته له پاکستانه. وایي ملاله اوس په نړۍ کې د ښځو د حقونو قهرمانه ده.

ورځپاڼه وایي د غرب پر جنګي تګلاره د ملالې تنقید د هغو کسانو له کرکې ډک تورونه درواغ ثابت کړل، چې ملاله به یې د غرب ایجنټه ګڼله او وایي چې ملاله اوس د خپلې زړورتیا او له مصلحته پاک فعالیت له امله د پاکستان ضمیر ده او موږ ته دا درس راکوي، چې یو تن باید په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره کلکه اراده او استقامت ولري.

XS
SM
MD
LG