لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو ایجنسۍ مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ اعلان کړی


په پېښور کې د مومند قومي جرګې یوه جرګه کړې، چې پکې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د اتم اپرېل په ولسي جلسه کې به په ګڼ شمېر سره ګډون کوي.

دغه جرګه د پښتون تحفظ موومنټ د کمېټۍ له خوا را بلل شوې وه، چې زیات ګډونوال یې په پېښور کې مېشت د مومند ایجنسۍ مشران وو.

د جرګې یو ګډونوال ظاهر شاه ایډوکېټ وایي، د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره د پښتنو له دې روان احتجاجي پاڅون سره یو ځای کېدل ډېر ضروري دي:

"د پښتون تحفظ موومنټ چې کوم بنیادي پروګرام دی هغه واقعي د پښتنو او د هغوی د حقوقو د ژغورنې دی، خصوصاً د هغو خلکو د حقونو دی چې وهل خوري، له دې مصیبته د خلاسون لپاره دا اواز اوچت شوی دی".

ظاهر شاه ایډوکېټ وایي، په پېښور کې د مومندو ایجنسۍ اوسېدونکي او په ایجنسۍ کې مېشت ګڼ شمېر خلک به یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اتم اپرېل په جلسه کې ګډون کوي.

جرګه د پښتونخوا ولسي تحریک د مشر ډاکټر سید عالم مسید په مشرۍ کې شوې ده، چې د مومند ایجنسۍ ګڼ شمېر وکیلانو، زده کوونکو او سیاسي فعالانو پکې ګډون کړی دی. ښاغلي سیدعالم مسید په خپله وینا کې وویل، د احتجاجي تحریک مقصد یې پر پښتنو په پاکستان کې د کېدونکو ظلمونو پای ته رسول دي:

"څومره ځوانان چې هم ورک دي د هغوی مور و پلار نن هم له ویرې خبره نه کوي، چاته وايي نه او رپوټ نه کوي، ځکه هغوی ته ویل کېږي که دې غږ وکړ له تا سره به داسې او هغسې وشي، خو هغه مور و پلار ته موږ وایو داسې زلمي را پاڅېدلي دي چې هغوی له تاسو د خپلو ورکو ځوانانو نومونه غواړي او د هغوی لپاره غږ اوچتول د پښتون تحفظ موومنټ ذمه واري ده".

په جرګه کې موجود د مومند ایجنسۍ اوسېدونکي سیاسي فعال جنګرېز مومند وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې په آییني چوکاټ کې دي، ځکه یې دوی ملاتړ کوي:

"کوم قبایل یا نور پښتانه چې له دغو تکلیفاتو سره مخامخ دي، نو دوی جایزې غوښتنې کوي، ځکه دوی خو نه له اقوامِ متحده، نه له هندوستان او نه له امریکې دا غوښتنې کوي، له خپل ریاست او آیین څخه یې کوي او له دوی سره د شوي ظلم د ازالې په بنیاد یې کوي نو موږ یې ملګرتیا کوو"

د جرګې ګډونوالو ویل دا غونډه یې د اتم اپرېل د جلسې د کامیابۍ لپاره له بېلابېلو خلکو سره د لیدو او د هغوی د ملاتړ تر لاسه کولو برخه ده، چې وایي په نورو سیمو کې یې هم دې ته ورته غونډې روانې دي او خلکو په زیات شمېر د ګډون ډاډ ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG