لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان:دپي ټي‌ ایم غوښتنې باید پرته دلم لیټ ومنل شي


Maulana Fazl ur Rehman of JUI (F), Pakistan
Maulana Fazl ur Rehman of JUI (F), Pakistan

دپاکستان دحکومت دائتلافي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په حکومت غږ کړی چې دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشرانو سره خپلې کړې ژمنې سرته ورسوي اؤ نور دې په دې لړ کې د لم لیټ نه ډډه وکړي.
پیښور کې دفاټا کونسل غونډې ته پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي دنقیب مسید له وژل کیدو وروسته اسلام اباد کې دپښتون لاریون په مهال حکومت دپښتون ژغورنې مشرانو سره ژمنې کړې وې چې دهغوئ ټولې غوښتنې به پوره کوي خو تر اوسه یې خپلې ژمنې سرته نه دي رسولي.

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شاهد خاقان عباسي دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو سره په لیکلې بڼه ژمنه کړې وه چې دهغوئ ټولې غوښتنې به په یوه میاشت کې سرته رسوي خو دپي ټي ایم مشران وایي حکومت دخپلو ژمنو نه پشا شوی دی.

هغه وویل د نقیب مسید وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو، دبې درکه کسانو محکممو ته د وړاندې کولو دفاټا اؤ خیبرپښتونخوا نه دغیر ضروري چیک پوسټونو په ګډون هاغه ټولې ژمنې چې حکومت د پي‌ ټي ایم مشرانو سره کړي نور یې په پوره کولو کې د لم لیټ اجازه نه شي ورکړل کیدلی.

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې په قبائیلي سیمو کې نن پسماندګي له حده اوښتې ، دغلته کالجونه ، مدرسې اؤ مکتبونه تړلي پراته دي اؤ حکومت ته به د قبائیلي سیمو دپسماندګۍ ختمولو دپاره چټک ګامونه اخستل وي.

هغه غوښتنه وکړه چې دقبائیلي سیمو دپسماندګۍ ختمولو دپاره دې فاټا هم دپاکستان اؤ چین داقصادي لارې (سي پیک) برخه وګرځول شي.

دپاکستان حکومت کې د شریک ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان حکومت نه پي ټي ایم سره دخپلو کړو ژمنو د پوره کولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشرانو په ۸م اپریل پیښور کې دخپلو غوښتنو په پلوۍ د یوې درنې جلسې دپاره تیارۍ پیل کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دحکومت نه غوښتنې لري چې په چیک پوسټونو دې د پښتنو سپکاوی بند. ټول بې درکه کړل شوي پښتانه دې محکمو ته وړاندې، قبائیلي سیمو څخه دې مائنونه پاک اؤ دعدالت پشي شا د پښتنو د شوؤ وژنو دپلټنو دپاره دې یو کمیشن جوړ کړل شي.

دپي ټي ایم مشرانو دا هم ویلي که چرې حکومت یې دغه غوښتنې ونه مني نو هغوئ به یو ځل بیا پلازمینه اسلام اباد کې په لاریون لاس پورې کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG