لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله یوسفزئ خپل کلي سوات کې خپلو زړو یادګارونو ګرځیدلې ده


ملاله سوات کې

دجینکو دتعلیم دپاره په غږ پورته کولو دطالبانو لخوا کال ۲۰۱۲م کې په یو ژونکي برید کې له ژوبل کیدو راپدیخوا دنوبیل دسولې جائزه ګټونکې ملاله یوسفزئ قابو پینځه کاله وروسته په لمړي ځل خپل کلي سوات ته تللې اؤ دخپل کور څخه یې لیدنه کړې ده.

هغه دخپل مور اؤ پلار سره یو ځایې دخالې په ورځ په پوځي هیلي کاپټر کې دسوات مینګورې ښار ته په داسې حال کې رسول شوې چې په ټول سوات کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ.

د سوات نه د ډیوه نیوز خبریال فیاض ظفر ترمخه ملاله د سیدو شریف په سرکټ هاؤس کې د هیلي کاپټر څخه له کوزیدو وروسته پوځیانو خپل کور ته بوتللې خو په دغه موقعه هیچاته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ملاله اوویني.

د ډیوه خبریال وایي مینګورې ته دملالې د رسیدلو نه وړاندې ټولې مهمې لارې اؤ سړکونه تړل شوي وؤ‌ ، په لارو کوڅو کې په ګڼ شمیر پوځیان اؤ پولیس چټک ولاړ لیدل کیدل اؤ بیخي د کرفیو په څیر وضعیت معلومیدلو.

ملاله یوسفزئ دخپل کور له لیدنې وروسته بیرته دسوات سرکټ هاؤس ته بوتلل شوې اؤ دا مهال ورسره هلته دهغې نزدې خپلوان اؤ ملګري په لیدنو بوخت دي.

سرچینې وایي امنیتي ځواکونه په سوات کې خبریالانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د ملالې پخپل پلرني کلي کې دفعالیتونو څارنه له نزدې وکړي.

۲۰کلنې ملالې یوسفزئ پاکستان ته دخپل څلور ورځني سفر په مهال د چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې هغې ته باید اجازه ورکړل شي خپل پلرنی کلی شانګله اؤ دخپلې استوګنې سیمه مینګوره یو ځل بیا له نزدې وویني اؤ پخپلو زړو یادګارونو وګرځي.

ملاله یوسفزئ پاکستان ته له رارسیدلو وروسته یوې دستورې ته د وینا په مهال غریو نیولې وه اؤ ویل یې "زما باور نه کیږي چې ګنې زه بیا خپل وطن کې یم "

ملاله یوسفزئ یوازې د ۱۲ؤ کالو په عمر وه چې په نهم اکتوبر کال ۲۰۱۲م کې طالبانو هاغه مهال په یوه برید کې سخته ژوبله کړې وه چې له مکتب څخه کور ته ستنیدله.

وروسته هغه د علاج په غرض برتانیې ته یوړل شوه اؤ اوس په برتانیه کې خپلې زده کړې پرمخ وړي.

طالبانو دهغې د ویشتل کیدلو دپړې پغاړه اخستو په مهال ویلي وؤ په ملاله یې ځکه برید کړی چې هغه دجینکو دتعلیم دپاره غږ پورته کوي.

خو ملاله یوسفزئ وایي چې هغه خوشحاله ده چې په دغه برید کې په سر له لګیدلو اؤ د یو نوي ژوند دموندلو نه راپدیخوا یې د جینکو د تعلیم دپاره خپله مبارزه نوره هم چټک کړې ده

XS
SM
MD
LG