لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسیې د"شیطان دوهم"په نوم د اټومي توغندي ازموئنه کړې ده


روس د “شیطان دوهم “په نوم دیو نوي اټومي توغندي ازموئنه کړې ده اؤ وایي دا توغندی تر هرڅومره فاصلې خپل هدف ویشتلی شي.

د روس ددفاع وزارت له خوا د “شیطان دوهم” توغندي د ازموئنې یوه ویډیو هم مخې ته راغلې چې پکې لیدل کیږي د پلیزیکس خلائی ډګر څخه توغؤل کیږي.

د روس پوځ وایي دا دوهم ځل دی چې د سرمت توغندي چې ناټو ورته د؛ شیطان دوهم “نوم ورکړی ازموئنه په بریالیتوب سره تر سره شوې ده.

دشیطان دوهم توغندي لمړۍ ازموئنه تیرکال د دسمبر میاشت کې شوې وه .

ددغه توغندي د جوړؤلو هڅې دکال ۲۰۱۱م راهسې روانې وې اؤ باور کیږي چې دا زیات شمیر کې د اټومي وسلو د وړلو توان اؤ په زیاته فاصله د رسا هدف ویشتلو صلاحیت لري .

څیړونکو د شیطان دوهم توغندي له ازموئنې وړاندې ویلي وؤ چې دا به د انساني تاریخ تر ټولو خطرناک اؤ لویه کچه تباهي خورونکی توغندی وي.

څیړونکو دا هم ویلي وؤ چې دا توغندی به دومره طاقتور وي چې په مقابله کې به یې په هیروشیما اؤ ناګا ساکي غورځول شوي ایټم بمونه یوازې دپټاخو په مثال وي.

دشیطان ۲ دوهم توغندي په هکله دعوې کیږي چې په یو وخت د ۱۰ؤ اټومي وسلو د وړلو توان لري.

XS
SM
MD
LG