لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملالې، د هغې پلار او ورور د سوات سفر په کومو ټکو کې ياد کړی


ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ،د هغې پلار ضيا الدين يوسفزي او ورور خوشحال يوسفزي سوات ته په تګ د خپلو خوشحالو اظهار په ټولنيزو رسنیو کړی دی.

ملالې پاکستان ته د راتګ وروستو په لمړي ځل ټويټس کړي او هغه هم چې سوات ته تلې ده.

په خپل لمړي ټويټ کې ملالې د هوا نه اخستل شوي د سوات عکسونه خپاره کړي او ورته يې ليکلي دي،

"د ځمکې په سر زما دپاره تر ټولو ښائسته ځای سوات".

ملالې په بل ټويټ کې د خپل کور په انګڼ کې د مور پلار او وروڼو سره يو ځای جوړ کړی عکس خپور کړی او ورته يې ليکلي دي،

"د خپل کور په ليدو ډېره خوشحاله شوم ډېر خوند مې واخستو، د دوستانو سره په ليدو او چې په خپله خاوره مې بيا قدم کېښودو".

ضياالدين يوسفزي په ټويټر د خپلې مور سره اخستی عکس خپور کړی چې ورسره نوموړي ليکلي،

"مور مې په خپله مورنۍ خاوره وينم".

د ملالې ورور خوشحال يوسفزي د سوات د سفر په اړه په ټويټر ليکلي،

"زما د ژوند ښکلې ورځ، د پينځه نيم کاله انتظار وروستو بيرته په سوات کې په خپل کور کې، او دا وخت دا خوب نه دی، ډېر زيات خوشحاله يم".

۲۰ کلنه ملاله د خپلې کورنۍ سره پينځه نيم کاله وروستو پاکستان ته بيرته راغلې ده.

ملالې او کورنۍ یې پرون د شنبې په ورځ د سوات د سفر په مهال د خپلوانو سره هم ليدلي دي.

د نوبېل جايزه ګټونکې پاکستان ته د رارسېدو وروستو چې د وزیراعظم په ماڼۍ کې دستورې ته وېنا کوله، هغه وخت غرېو ونيوله چې کله يې ملک ته بيرته د راتلو خبره کوله.

په ملاله یوسفزۍ د کال ۲۰۱۲م د اکتوبر په نهمه نېټه هغه وخت طالبانو بريد کړی چې هغه د سکول نه د نورو ملګرو سره کور ته روانه وه.

د ملالې په سر ګولۍ لګېدلې او بيا د علاج دپاره برتانیې ته وړل شوې وه.

ملاله او کورنۍ يې اوس په برتانيه کې ژوند کوي او برتانيې ته د تلو وروستو دوي په لمړي ځل بيرته پاکستان ته د څلورو ورځو دپاره راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG