لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياسي بې ثباتي به پاکستان د افغانستان نه هم وروستو کړي


احسن اقبال
احسن اقبال

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي که پاکستان کې سیاسي بې ثباتي دوامداره پاتې شوه نزدې ده چې افغانستان به د پاکستان نه مخکې لاړ شي.

نوموړي د شنبې/ خالي په ورځ لاهور کې يوې دستورې ته په وېنا کې ویلي، "که د حکومت مېنډېټ ته درناوی ونکړی شو، په ملک کې سیاسي ثبات رانوستی شو نو افغانستان به د پاکستان نه مخکې لاړ شي ځکه چې هلته حامدکرزي د خپل صدارت موده پوره کړه او اوس اشرف غني په خپل ځای صدر دی".

د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) پروژې باندې د بحث دپاره راجوړې دستورې ته په وېنا کې احسن اقبال وويل، " په کال ۲۰۱۳م کې نړۍ پاکستان د ترهګرو دپاره خوندي ځای ګڼلو"، هغه ويلي ملک د بجلۍ د نشتوالي سره مخ ؤ خو د مسلم ليګ ن حکومت د بجلۍ بحران قابو کړو.

هغه د سي پېک پروژې په اړه ویلي چې دغه پروژه اوس ښايي حالات بدل کړي، او د ۴۶ اربه ډالرو په لګښت د دې پروژې پرمختيايي کارونه بشپړيږي.

که څه هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال وايي چې په کال ۲۰۱۳م کې پاکستان د ترهګرو خوندي ځاله ګڼل کېده، خو امريکا او افغانستان اوس هم په پاکستان تورونه لګوي چې پاکستان کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ځالې موجودې دي.

امريکې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد د غوڅو عملياتو نه کولو په سر د پاکستان پوځي مرستې هم تړلي دي.

خو پاکستان بيا بيا دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره یې د ټولو ترهګرو پرضد بې طرفه عمليات کړي دي.

بل لور ته چې احسن اقبال سي پېک د سيمې د قسمت بدلوؤنکي پروژې په توګه وړاندې کوي پښتانه ملت پاله ګوندونه او بلوچ قام پرست تور لګوي چې په دغه پروژه کې ټوله ګټه پنجاب صوبې ته ورکړی شوې او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمې پکې د پامه غورځول شوي دي.

احسن اقبال ويلي ملک ښه لوري ته روان دی او بهرملکي پانګه وال پاکستان ته راروان دي چې سرمايه کاري وکړي.

نوموړي د نوم اخستو پرته ويلي، خپلسره پوهان په ټیلي ويژن چېنلو د سي پېک پروژې بد وايي خو دوي پردۍ ايجنډا مخ په وړاندې بوځي.

د پاکستان مسلم ليګ ن د حکومت د کورنيو چارو مرکزي وزيرپه ملک کې د سياسي بې ثباتۍ خبره په داسې حال کې کړې چې تېر کال د جولايۍ په مياشت کې يې منتخب وزیراعظم نوازشريف د پاناما په قضيه کې سترې محکمې نااهله کړی او د چوکۍ څخه لرې کړې ؤ.

نوازشریف او د هغه بچي اوس د قامي احتساب د کمېشن د قضيو سره مخامخ دي او د مسلم ليګ ن حکومت د سخت سياسي فشار لاندې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG