لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب ولي عهد د ايران سره په راتلونکې کې د جګړې خبرداری ورکړی


د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان
د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان خبرداری ورکړی چې په سيمه کې د نوې جګړې نښتو د مخې نيولو دپاره نړیواله ورورولي په ايران فشار سېوا کړي کنه په راتلونکو ۱۰، ۱۵ کلونو کې د ايران سره د سعودي عرب جګړه کېدی شي.

محمد بن سلمان په نړيواله ورورولۍ غږ کړی چې په ايران نور سياسي او اقتصادي فشار واچوي تر څو ايران د نېغ په نېغ پوځي نښتې څخه په شا کړی شي.

سلمان تيره اوونۍ د واشنګټن په سفر کې وال سټریټ جنرال سره په خبرو کې ویلي، د فشار د لارې د ايران مخه نيول کېدی شي او که په دغه کار کې پاتې راځو نو په راتلونکو ۱۰، ۱۵ کلونو کې د سعودي عرب د ايران سره جګړه امکان لري.

سعودي عرب په ايران تور لګوي چې عرب هېوادونو کې لاس وهنه کوي او په ځانګړي په يمن کې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

سعودي عرب په يمن کې په کال ۲۰۱۵م کې هغه وخت هوايي پوځي بريدونه پېل کړل چې کله حوثي ياغيان د يمن په پلازمينه صنعا وروختل او د سعودي عرب ملاتړی حکومت يې نسکور کړو.

ايران د سعودي عرب دغه تورونه ردوي ګنې چې په عرب ملکونو کې لاسوهنه کوي.

د سعودي ولي عهد د يمن د شخړې هوارولو دپاره د خپل اتحاد په مشرۍ عمليات غوره انتخاب ګرځولی او په وروستيو کې ديمن نه د حوثي ياغيانو په سعودي عرب میزايلو ويشتو ته يې د هغو کمزورتیا ويلې ده.

سلمان په خپلو خبرو کې هغه دريځ بیا تکرار کړی چې اخوان المسلمين ډله ترهګر روزي او دغه ډله د ترهګرۍ تعلیم خوروي او د ترهګرۍ سبب ګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG