لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پشتین: ټېکس پاکستان ته ورکوو، ‌پوښتنې د هند نه ولې وکړو؟


منظور پشتين
منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي،"مونږ به په ځان د کېدونکي ظلم پرضد غږ پورته کوو که هر څه وي، نور په خپلو علاقو کې د طالبانو او پوځ ظلم نه ليدل غواړو".

په سوشل میډیا خپله یوه اوږه ویډیو کې ښاغلي پشتین زیاته کړې ده "مونږ ته که خلک وایي چې په پردۍ ایجنډه کار کوو نو مونږ خو د امن او ژوند خبره کوو ایا په پردۍ ایجنډا کې امن او ژوند پروت دی اود پاکستان د ریاست په ایجنډا کې مرګ او‌ بې امني پرته ده ؟"

منظور پشتین په سوشل میډیا ددې نیوکو په غبرګون کې چې "پي ټي ایم ولې د ترهګرو او هند خلاف اواز نه پورته کوي، ویلي دي مونږ ټیکس پاکستان ته ورکوو نو پوښتنې به هم دپاکستان څخه کوو".

او د جاسوسانو د نیولو خبره ده او که د طالبانو دا ټول د پاکستان په ریاست پسې اړه لري ، پښتانه د ریاست نه یوازې د خپل ځان سره دائین لاندې انصاف غواړي.

هغه وايي، "که طالبان ظلم کوي بدامني ده او که پوځ کوي امن دی، نا. په علاقه کې که طالبانو ظلم کوو او کوي يې او که پوځ يې په خپله کوي دا ټوله بدامني ده، امن هغه وي چې خلک خپل ځان، مال او عزت خوندي ګڼي، خو په وزيرستان کې حالات دا نه دي".

منظور پشتين د يو ساعت او څلورو دقيقو(يوې ګهنټې څلورو منټونو) په ويډيو خبرو کې چې په اردو ژبه یې کوي، د پاکستان د جوړېدو نه راواخله تر د پښتون ژغورنې غورځنګ پورې د پښتنو او په ځانګړي ډول د قبايلي سيموکې د اوسېدونکو حال ويلی دی.

منظور وايي" قبايلي اولس پاکستان تل د پامه غورځولي دي خو تش په جنګونو جګړو کې ياد کړي او کارولي دي".

هغه ويلي په وروستيو کلونو کې يې د علاقې مشران ووژل شو خو چا غږ نشو کولی، نوموړي هغه پېښې هم يادې کړي چې څنګه به خلک نيول کېدو او تري تم کېدو.

هغه وايي يواځې په کال ۲۰۱۶م ۲۰۱۷م کې ۷۸ ماشومان د ماينونو ښکار شوي او معذوره شوي دي.

پشتين په خپلو خبرو هغه ټول حال ویلي چې څنګه او د کومو حالاتو له امله يې د محسود ژغورنې غورځنګ پېل کړو او بيا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم بدل کړو.

هغه وويل "زمونږ پرضد دا پروپېګنډا روانه ده چې د (را) او (اېن ډي اېس) ملګري دي".

هغه وويل چې "مونږ کله هم د اپرېشن مخالفت نه دی کړی خو د طالبانو په نوم اپرېشن کې د عامو خلکو استخصال کول، د هغوي تري تم کولو او د عدالت پرته وژنو مخالفت مو کړی دی".

پشتين زياته کړه "چې څوک ظلم کوي مونږ پرې لعنت وايو، که څوک راباندې هر ډول د غدارۍ تورونه لګوي، که کورونه ورانوي که هر څه کيږي، مونږ سره د هرې خبرې ثبوت شته چې طالبان اوس په کومو ځايونو کې اوسيږي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وويل، "زمونږ د ائين ترمخه غوښتنو ته بدل بدل نومونه ورکړی کيږي خو وروستو به دغه خلک په دې پښېمانه کيږي چې مونږ هغه وخت دوي نه وی تنګ کړی".

ښاغلي پشتين هغه خبري هم يادې کړي چې په کومو علاقو کې چيک پوسټونه کم کړی شوي دي او هغه په چيک پوسټونو د نرمۍ کولو د عمل مننه کړې ده.

هغه وويل "مونږ ته ويل کیږي چې د افغانستان صدر اشرف غني ستاسو دپاره ټویټ ولې وکړو؟ نو مونږ خو ورته نه دي ويلي د انساني خواخوږۍ په اساس يې کړی مونږ يې مننه کړې ده"،

ايا د پاکستان صدر زمونږ دپاره کله خبره کړې ده؟ نه خو وزيراعظم او نه وزيرداخله نه يواځې د وزیرستان بلکې د ټولې پښتنې سیمې دپاره خبره نه ده کړې.

منظور وويل، "ما د (پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر) محمودخان اچکزۍسره دوه ځله ليدلي هغه راته يادول کيږي، ما خو د نورو ټولو ګوندونو د مشرانو سره ليده غوښته خو ټولو انکار کړی دی، زه نه يم خبر چې ولې؟".

هغه د خپلو خبرو په اخره کې وويل، "پښتانه راپاسېدلي دي د ټولو خبرو حساب به غواړي، هغه که د پېښور په ارمي پبلک سکول برید دی، د کوټې پېښې دي، که په پوهنتونو بریدونه دي د هغې پلټنې دې وشي د عدالت پرته وژنې دې مالومې شي او دا دې وويل چې دلته جګړه څنګه شوې ده چې خلکو ته پته ولګي".

هغه وويل، ؛زمونږ پينځه غوښتنې په خپل ځای دي او چې په ټوله پښتنه سیمه کې وګرځو او نورې ټولې مسلې راټولې کړو د ائين ترمخه به ټولې رايوځای کوو او د هواري دپاره به يې مبارزه دوامداره ساتو".

هغه وويل مونږ ته ډېر تکليف راکول کیږي خو مونږ پرامن يُو او پاڅون به پرامنه ساتو.

هغه په اتمه نېټه پېښور کې د جلسې وويل چې پښتانه به رايوځاې کيږي او هلته به خپلې مسلې وړاندې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG