د افغانستان د دفاع د چارو وزارت ويلي په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابيلو برخو کې ۵۵ وسله وال ترهګر وژل شوي دي.
بدخشان کې هم چارواکو ويلي د تيرو درېو ورځو راهسې د جرم په ولسوالۍ کې په روانو کې عملياتو کې تراوسه پورې ۲۷ تندروه وسله وال وژل شوي دي، دغه خبر طلوع نيوز ورکړی دی.
د دفاع وزارت په خپل بيان کې ويلي د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په ګډو عملياتو کې ۵۵ وسله وال ترهګر وژلي، ۲۷ ژوبل او د ۱۲مشکوکو کسانو په شمول يې ۱۹ تنه نيولي دي.
وزارت ویلي دغه عمليات هوايي او ځمکنو ځواکونو ترسره کړي دي.
ويل شوي ګډ عمليات د ننګرهار، غزني، کندهار، خوست، لوګر، کندهار، بدخشان او هلمند ترڅنګ په څو نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د دفاع وزارت په بيان کې ويل شوي چې يواځې ۲۰ تنه طالب ترهګر د کندهار په مېوند ولسوالۍ او ۱۲ نور په اروزګان کې وژل شوي دي.
د وزارت د بيان ترمخه ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي.
د بدخشان چارواکو ويلي اته میاشتې وړاندې طالبانو ته په لاس د ورغلې ولسوالۍ پينځه کلي امنيتي ځواکونو پاک کړي او مخ په وړاندې تګ کوي.