پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی ماسکو ته تللی په دغه موخه چې هلته د امنيت په نوم راجوړ ه غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلی د يکشنبې/ اتوار په ورځ ماسکو ته تللی او په خپله فېس بوک پاڼه يې دغه خبره کړې چې ماسکو ته د امنیت په غونډه کې د ګډون دپاره ځي.
ويل کيږي پخوانی ولسمشر به د روس د ځينې لوړ پوړ چارواکو سره هم وویني.
حامد کرزي له دې وړاندې هم څو ځله د ولسمشرۍ د چوکۍ پرېښودو وروستو د روس سفرونه کړي دي، کرزی د امريکا تنقيد کوونکی دی.
افغان دولت په رسمي ډول د حامد کرزي د روس د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
امریکا په روس تور لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي خو ماسکو دغه تورونه ردوي او تور لګوي چې امريکا په افغانستان کې داعش سېوا کوي.
تيره مياشت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن ويلي ؤ چې روس نه يواځې د طالبانو مرستې کوي بلکې وسلې ورله هم ورکوي.
نوموړي ويلي ؤ چې روس د تاجکستان د لارې طالبانو ته وسلې قاچاق کوي.
خو په افغانستان کې د روس ځانګړي استازي ويلي ؤ چې روس د طالبانو مالي مرستې نه کوي.