د کشمیر چارواکو ويلي هندي کشمير کې د يکشنبې/ اتوار په ورځ د هندي ځواکونو او بېلتون خوښو وسله والو ترمنځ پېل شوؤ نښتو کې ۱۲ تندلاري وژل شوي دي.
پوليسو ويلي د تندلارو پرضد عملياتو کې درې پوځي سرتيري هم وژل شوي دي، پوليسو دا د کال تر ټولو غټو عملياتو په نوم ياد کړي دي.
بل لور ته پاکستان د اتوار په ورځ کشمیر کې د ترسره شوؤ عملياتو غندنه کړې او ادعا يې کړې په دغو عملياتو کې ۱۵ ځوانان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.
د کشمير د شوفيان ضلعې د پولیسو مرستیال ياسرقادري ویلي، هندي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د لټون عمليات کول، په دغه مهال پټ شوؤ تندلارو په دوي ډزې وکړې او بيا نښتې پېل شوې چې د ماسپښين ناوختې پورې روانې وې.
چارواکو ويلي په دغو نښتو کې څلور عام ملکي خلک هم وژل شوي دي.
پاکستان د کشميريانو سره د يووالي څرګندونه کړې او په ازاد کشمير کې نن د دوشنبې/ ګل ورځ د غندنې په توګه نمانځلی شي.
راپورونه وايي پرون په کشمیر کې د وژل شوؤ کسانو په جنازو کې په زرګونو خلکو ګډون کړی دی.
کشمیر د پاکستان او هند ترمنځه لانجمنه سيمه ده او په کال ۱۹۴۷م کې د هند او پاکستان د بېلېدو وروستو په دغه سيمه جوړه لانجه تراوسه روانه ده.
کشمير کې تازه نښتې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په وېشونکې پوله په وروستيو کې د دواړو غاړو د ځواکونو لخوا په يو بل بريدونه هم سېوا شوي دي.
راپورونه وايي په کشمير کې د بېلتون خوښو د تشدد د نښتو په مهال تراوسه پورې د ۴۷زرو پورې خلک وژل شوي خو د بشري حقونو ډلې وايي دا شمېرې د دې په دوه هومره دي.
د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي په نړيواله ورورولۍ غږ کړی چې د کشمير په حالاتو خبر واخلي.