لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: په سوات د تيرو شوؤ حالاتو تاريخ بايد هېر نکړو


ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د خپلې پلارنۍ سيمې سوات د خلکو سره په ليدنه کې ويلي په سوات کې چې کوم حالات تير شوي دغه خبرې بايد هېرې نشي په تاريخ کې وليکل شي.

د سوات د مشرانو، استازانو، ليکوالانو شاعرانو او خبريالانو سره راجوړې ګډې غونډې ته په وېنا کې ملالې يوسفزۍ وويل،

"زه به دا درخواست وکړم چې زمونږ په سوات کې چې څه شوي دي کوم چې زمونږ سره بد شوي دي، چې د جينکو په تعليم پابندي لګېدلې وه زمونږ نه امن اخستل شوی زمونږ سکولونه الوزول شوي وو، يا زمونږ په علاقه کې چې کومه ويره راوستل شوې وه چې دا خبرې د تاريخ نه ونه وځي دا د تاريخ برخه ده ".

هغې وويل په سوات کې د راغلو حالاتو نه په لاکونو خلک بې کوره شوي وو، چې دا خبرې زمونږ د تاريخ برخه شي او مونږ اووايو چې په مونږ داسې حالات تير شوي دي "مونږ د دې خلاف ولاړ وو او مونږ د دې سوچ سره بلکل يو ځاې نه وو مونږ د دې سوچ نه انکار کړی ؤ او مونږ ترې بغاوت کړی ؤ".

ملالې وويل "مونږ به په سوات تير شوي حالات ليکو ځکه چې زمونږ راروان نسل به د دې نه زدکړه کوي هغه به سکولونو ته ځي تعليم به ترلاسه کوي، او که مونږ د دغو حالاتو نه زدکړه ونکړه نو بيا مونږ چرته هم زده کړه نشو کولی".

هغې زياته کړه بايد د سکولونو استازان، پرنسپلان د تعليم د لارې دغه پېغام ورسوي او سوات داسې ځای جوړ شي چې هر هلک او جينۍ پکې اعلی تعليم ترلاسه کړي.

هغې وویل، په سوات کې د امن دپاره جګړه کې هر چا خپله برخه اچولې ده هغه که خبريالان او که د سکولونو استازان ؤ،"مونږ به د سکول په جامو کې سکول ته نه تلو ، مونږ د استازانو نه زدکړې او هغو ټولو بهادري کړې ده".

د سوات خلکو ته په مخاطب کولو سره ملالې وويل، "تاسو ډېر بهادر خلک يئ تاسو ډېر د سختو نه تېر شوي يئ، نن تاسوډېر مضبوط ولاړ يئ يو شوي يئ او خوشحاله يئ".

ملالې دا هم وويل چې بيرته به سوات ته راځو او هغه شان به هاغه خبرې بیرته روانې ساتو.

ملاله يوسفزۍ د خپلې کورنۍ سره پينځه نيم کاله وروستو بيرته پاکستان ته راغلې او سوات ته هم ورغلي وو.

د څلور ورځني سفر وروستو ملاله او د هغې کورنۍ نن د دوشنبې/ ګل په ورځ بيرته برتانيې ته روان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG