لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان چارواکي وايي د پاکستان سره په اختلافي خبرو غږېږو


PM Shahid Khaqan Abbasi Met Afghan President Ashraf Ghani in Turkmenistan

حقمل سادات روان

دافغانستان اجراییه رییس ویاند جاوید فیصل ويلي، د پاکستان دبهرینو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه په مشرۍ نن یوپلاوی کابل ته را ورسید او له افغان چاررواکو سره یې دسولې دعمل پلان په دریمه ناسته کې ګډون وکړ.

فیصل له ډيوې سره په خبروکې وویل:((د راغلي پلاوي هدف دافغانستان دملکي او نظامي مقاماتو سره دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دسولې د ګډ عمل پلان دمذاکراتو دلړی تعقیب دی او دا یوه پروسه ده چې ناستې به دوام پیدا کوي اومونږ پرهغو موضوعاتو کارکوچې داختلاف وړوي او مونږ سره مرسته کولی شي چې دګډې همکاری لپاره ورته زمینه برابره کړو اوپه دې کې سوله ،اقتصادي پیاوړتیا له تروریزم سره ګډه مبارزه اوپه هغومواردوباندې کار شامل دی چې د دواړو هیوادونو د اړیکو په بهتری کې مثبت رول ولوبوي.))

دافغانستان اجراییه رییس ویاند جاوید فیصل د غه خبرې په کابل کې دسولې عمل په دریمه ناسته کې دپاکستان یوملکي او نظامي پلاوي برخه اخستو وروسته کړي.

د ولسي جرګې غړي اود نړیوالو چارویوشمیر سیاسي څیړونکي وايي، کابل ته د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت دپلاوي راتک دافغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو درغیدو او یوله بل سره دامنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې دهمکاریو لپاره ښه فرصت دی.

دولسي جرګې غړی صالح محمد صالح له ډیوې سره په خبرو کې ویلي،په دې وروستیو دکابل او اسلام اباد ترمنځ یوپربل دباورکولو ماحول ترینګلی شوی او د دې لپاره چې داړو هیوادونه یو له بل سره د ښه ګاونډیتوب لپاره دسولې ،امنیت اوپه سیمه کې رامنځته شوی تاوتریخوالي ته دحل لار ولټوي.

نوموړي وویل:((دواړه حکومتونه باید بغیر دکوم فشار نه دولسونودامنیت هوساینې او پرمختګ لپاره کار وکړي،خپل منځي سیاسي اختلاف ختم کړي اویوپربل دباور کولو لپاره یوازنی لارحکومتونو دچارواکو سفرونه دي نوامید لرو چې همداسفرونه زیات شي اوپایلې یې دافغانستان اوپاکستان دولسونو په خیر شي.))

دنړیوالو چارو سیاسي څیړونکي انتظار خادم وايي ،افغانستان دپاکستان دبهرنیو چارو دوزارت دپلاوي سفرپه سیمه او نړۍ کې دامریکا دپالیسۍ دبدلون نښه ده او دا واشنګټن وروستی انتخاب دی چې دافغانستان جګړه پای ته ورسوي.

خادم ویلي امریکا غواړي چې نور په افغانستان کې سوله راشي اوکابل ته دپاکستاني د پلاوي راتګ دهغه هیواد په پالیسو کې د بدلون په معنی دی.

خادم له ډيوې سره په خبرو کې زیاته کړه:((په سیمه کې د امریکا دنوې پالیسۍ له امله کیداشي چې پاکستان خپله پالیسۍ بدله کړي وي او ترټولو مهم داده چې دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت راغلي پلاوي سره دسولې د راتګ او د دواړو هیوادنو نقش لپاره به یومیکانیزم جوړیږي نودغه سفر مهم دی او هیله لرم چې دافغانستان به ډیپلوماسۍ کې هوښیاری مالګه ډیره وي اودپاکستان تکتیک بدلون دخپل ځان په ګټه وکاروي .))

دسولې دعمل پلان لومړی دوه اړخیزه غونډه دفبرورۍ په دویمه نيټه دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیاله تهمینه جنجوعه په مشرۍ راغلي پلاوي سره په کابل کې او دویمه ناسته د فبرورۍ دمیاشتې په ۱۱ نیټه داسلام اباد په کوربتوب دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشری پلاوي په کې برخه اخیستې وه او یاده غونډه بې نتیجې پای ته ورسیده.

افغان چارواکو ویلي و چې له پاکستان څخه یې دسولې په بهیر کې دعملي همکارۍ دترهګرومرکزونو دتړل کیدو اوپروړاندې د ريښتنې مبارزې درسره کولو غوښتنه درلوده خود مقابل اړخه یې ځواب مثبت نه و.

نن د دوشنبې په ورځ کابل ته دسولې دعملي پلان دریمه غونډه کې دګډون لپاره دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت دسیاسي مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ رغلي په پلاوي په داسې حال کې برخه واخیسته چې ټاکل شوې داپریل په شبږمه نیټه دپاکستان صداعظم شاهد خاقان عباسي د جمهور رییس محمد اشرف غني په رسمي بلنه د دولتونو وترمنځ دخبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG