لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نېشنل ګوند: د پښتنو پر سر او مال نوره هیڅ تېروتنه نه زغمو


د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو کې دوې مهمې غوښتنې دا دي، چې وایي په پاکستان کې په زرګونو ورک خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي او په غیرعدالتي توګه د وژل شویو کسانو لپاره دي یو عدالتي کمیشن جوړ شي، خو عوامي نېشنل ګوند په خپلو غوښتنو کې دا غوښتنې نه دي یادې کړې.

پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند نن د تینک- ټېنکس په یوه غونډه کې نیژدې هغه ټولې غوښتنې وړاندې کړي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې له پاکستاني چارواکو کوي او د منلو لپاره یې له تېرو دوو میاشتو احتجاجونه کوي.

غونډه د چارسدې په ولي باغ کې د دې ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په مشري کې شوې، چې پکې پښتنو ته د ور پېښو ستونځو د دایمي حل لپاره د یو ټول ګوندیز کانفرنس د را بللو پرېکړه شوې او ویل شوي چې د دغو ټولو ستونځو د حل لپاره به خپلو آییني، قانوني، جمهوري او پارلماني هڅو ته دوام ورکوي.

تمه کېده چې د عوامي نېشنل ګوند په دې غونډه کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ د اتم اپرېل په جلسه کې د ګډون په اړه پرېکړه وشي، خو په دې اړه څه نه دي ویل شوي، مګر کومې غوښتنې چې پکې وړاندې شوې دي، په هغوی کې ځینې په پاکستان کې د پښتنو د دې پیل شوي احتجاجي پاڅون غوښتنې دي.

اسفندیار ولي خان په غونډه کې له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو (فاټا) د ګډېدو پر ځنډ اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که بې له اړتیا دا کار ځنډول کېږي نو دا به نورې ستونځې پیدا کړي. نوموړي ټینګار کړی چې تر راتلونکو ټاکنو مخکې دي فاټا په پښتونخوا ګډه شي او د آییني بدلون له لارې دي په ایالتي اسمبلۍ کې د فاټا څوکۍ وټاکل شي.

د ګوند له خوا په خپره شوې اعلامیه کې دغه غوښتنې شوې دي:

* په ترهګرۍ کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د مرستو پر پېکج دي عمل وشي.

* د فاټا په بېلابېلو سیمو کې خپاره شوي ماینونه دي په بیړنۍ توګه پاک شي.

* له اوږدې مودې چې پر چیک پوسټونو له خلکو سره ځوروونکې رویه ساتل شوې دا دي ختمه شي او غیرضروري چیک پوسټونه دي ختم شي.

* د فاټا په بېلابېلو برخو کې پرله پسې ګرځبندیزونو (کرفیو) د خلکو ژوند په ټپه درولی، ختمې دي شي.

* د نقیب مسید او په هدفي پېښو کې د وژل شویو ټولو کسانو قاتلین دي عدالت ته وړاندې او له قانون سره سمه سزا دې ورکړل شي.

* د پښتنو د سر او مال د ژغورنې او د عزت په خاطر نوره هیڅ تېروتنه نه شي زغمل کېدای.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو کې دوې مهمې غوښتنې دا دي، چې وایي په پاکستان کې په زرګونو ورک خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي او په غیرعدالتي توګه د وژل شویو کسانو لپاره دي یو عدالتي کمیشن جوړ شي، خو عوامي نېشنل ګوند په خپلو غوښتنو کې دا غوښتنې نه دي یادې کړې.

​اسفندیار ولي خان ویلي چې د چین- پاکستان له اقتصادي لارې (سیپیک) څخه د پښتنو خصوصاً د قبایلي سیمو بې برخې کول به د دې هېواد سلامتۍ ته خطرونه ولري. وایي د چین له سفیر سره د لیدو په وخت د دې اندېښنې د لرې کولو ډاډ ورکړل شو، خو پر دې برسېره چې پښتانه له سیپیک څخه بې برخې ساتل کېږي دا د افسوس وړ خبره ده.

اسفندیار ولي خان پر ټولنیزو رسنیو وروستیو ګنګوسو ته په پام سره- چې ګواکې د پوځ مشر جنرل باجوه په خپله تګلاره کې د ۱۸م آییني بدلون مخالف دی- ویلي چې که څوک په ۱۸م آییني بدلون کار ولري، دا به ډېرې ناوړه نتیجې ولري، ځکه چې وایي له دې سره صوبو خپل واک تر لاسه کړی او هیچاته به په دې اړه د څه دسیسې اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG