لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرایلي ځواکونو لخوا د فلسطینیانو په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ ته ورسېده


د فلسطین د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د غزې دهغه کس مړینه تایید کړه څوک چې د تېرې اونۍ د لاریون پرمهال د اسرایلي ځواکونو لخوا په ټوپک ویشتل شوی و.

د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا له دې سره په یاد لاریون کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۷ تنو ته ورسېده.

خبر زیاتوي، په دغو لاریونونو کې په سلګونو نور کسان ژوبل شوي هم دي..

دوي وايي، یواځې هغه وخت یې په لاریون کونکو باندې ډزې پیل کړې چې یو شمېر کسانو یې غوښتل له پولې واوړي او پر دوی یې د اور بمونه وغورځول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددغه تاوتریخوالي په اړه د پلټنو غوښتنه کړې.

د اسرایلو د دفاع وزارت ویلي چې دوی به د تاوتریخوالي د یادې پېښې په اړه له پلټنو سره همکاري و نه کړي.

دوی حماس په دې تورنوي چې د تاوتریخوالي د ترسره کولو پر وخت له ښځو او ماشومانو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

خو ځینې عیني شاهدان وايي، چې په هغو لاریون کونکو باندې ډزې شوي څوک چې د تاوتریخوالي له ځایه د تېښتې په حال کې وه نه د پېښې ځای ته د ورتګ په حال کې.

XS
SM
MD
LG