لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قوال امجد صابري دوه قاتلینو او لسو نورو ته د مرګ سزا اورول شوې


Amjad Sabri-4

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ګل یا دوشنبې په ورځ دا تایید کړه چې د قوال امجد صابري د وژلو په تور یې دوو ترهګرو ته د مرګ سزا اورولې ده.

د پاکستان د ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د پوځ مشر په یو خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ددې ترڅنګ لسو نورو ترهګرو ته هم د مرګ سزا او پنځو نورو ته دعمر قید سزاګانې اورول شویدي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغو ترهګرو باندې تور و چې د پنځو ماشومانو او ۱۱ پولیسو په ګډون یې لږ تر لږه ۶۲ کسان وژلي وو.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې د صابري دواړو وژونکو محمد اسحق او محمد په خپل جرم اعتراف کړی او دا یې هم ویلي چې د دوي په بریدونو کې د پولیسو ۱۷ چارواکي وژل شویدي.

یو له برید کونکو څخه ارش خان نومېده چې په پېښور کې یې په پېرل کانټېنېنټل هوټل باندې برید کړی و چې پکې څلور ملکي وګړي وژل شوي وو.

محمد رفیق او حبیب الرحمن ته هم د ورته نورو مرګونو بریدونو له امله د مرګ سزا اورول شوېده. درې واړو یادو کسانو په خپلو جرمونو باندې اعتراف کړی دی.

همدارنګه محمد فیاض، اسمعیل شاه، فضل محمد، علي او حبیب الله ټولو ته په وسلوالو ځواکونو باندې د بریدونو له امله د تېزندۍ سزا اورول شوېده.

امجد صابري چې د صوفي طریقې یو قوال و د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۲ نېټه د کراچۍ په مرکزي برخه کې د موټر سایکل سپرو لخوا وژل شوی و.

په۴۵ کلن صابري باندې هغه مهال برید وشو چې کله دی له خپل کور څخه د سټوډیو پر لور په خپل سپین هونډا سېوېک موټر کې روان و.

XS
SM
MD
LG