لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې څلور تنه عیسایان په ډزو وژل شوي دي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یوه رکشه ډزې کړې دي او پکې سپاره څلور کسان یې په ډزو وژلي دي، چې ویل کېږي عیسایان دي.

پولیس وایي په یوه رکشه کې د یوې ماشومې او یوې ښځې په شمول پینځه تنه سپاره وو او د کوټې ښار جنوب لوېدیځ لور ته پر شاه زمان سړک روان وو، چې موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او د پېښې له ځایه و تښتېدل.

پولیس وايي په څلورو وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او یوه ماشومه هم پکې ټپي شوې ده چې سمدستي یې د کوټې سرکاري روغتون ته وړي دي.

پولیس وایي په وژل شويو کسانو کې د درې تنه د پنجاب د لاهور ښار اوسېدونکي عیسایان وو او د ایسټر د لمانځلو لپاره کوټې ته تللي وو.

پولیس وایي د پېښې په اړه تر پلټنو وروسته به ورته څرګنده شي، چې آیا دا د هدفي وژنو یوه پېښه ده که څنګه.

د دغو څلورو تنو عیسایانو د وژنې ذمه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

عیسایان د پاکستان د ټولې ابادۍ دوه فیصده دي، چې پرون د اتوار- یکشنبې په ورځ د نورې نړۍ د عیسایانو غوندې خپل مذهبي رسم ایسټر ولمانځه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG