لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د درېو پخواني پاکستاني پوځي افسرانو پرضد د بډو رشوتونو پلټنې پېل شوي


د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د ايي اېس ايي د پخواني مشر په ګډون د پوځ د څلورو لوړ پوړو افسرانو پرضد د بډو رشوتونو د پلټنو دپاره د اسلام اباد په احتساب عدالت کې ريفرنس جمع کړی دی.

ډان ورځپاڼې د نېب ترمخه ويلي چې په دغو افسرانو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي پخوانی مشر ر(ر) لفټننټ جنرال جاوېد اشرف قاضي هم شامل دی څوک چې د پاکستان رېلوېز چيئرمېن او مرکزي وزير هم پاتې شوی دی.

د جاوېداشرف قاضي سره د رېلوېز بورډ پخوانی مشر او سيکرټري (ر) لفټننټ جنرال سعيدالزمان، (ر) مېجرجنرال حامد حسن بټ او (ر) بریګيډيئر اخترعلي بېګ ترڅنګ څو نور کسان هم د نېب په رېفرنس کې شامل دي.

په دغو کسانو تور دی چې په کال ۲۰۰۱ کې يې په لاهور کې د رېلوی ګالف کلب په غېرقانوني لار په اجاره ورکړی ؤ او ورسره یې د قانون پرته د بولۍ يا داؤ په عمل کې د ۳۳ کلونو څخه د اجارې موده ۴۹ کلونوته غځولې او ۱۰۳ اېکړه ځمکه ۱۴۰ اېکړه ته رسولې وه.

نېب ويلي د دغه غېر قانونه دندې د لارې د ملک خزانې ته د دوه اربه روپو تاوان رسېدلی دی.

نېب دغه ګام وروستو له هغې پورته کړی چې تيره میاشت د اسلام اباد هاييکورټ ویلي ؤ ريټايرډ پوځي افسران د پوځ د احتساب عمل په شا نه شي پټېدی.

نېب په کال ۲۰۱۲م کې هم په پوځي افسرانو پسې خبر کړی ؤ چې په دغه اړوند خپل بيان ورکړي خو هغه وخت په دې اړوند هیڅ نه ؤ شوي.

په کال ۲۰۱۲م کې د قامي اسمبلۍ د احتساب کمېټۍ ويلي ؤ چې یاد لانجمن تړون دې ختم کړی شي او بله بولي دې وشي.

نېب د پاکستان د پخواني افسرانو څخه د بډو رشوتونو د پلټنو په داسې حال کې ويلي، چې د تير نومبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ د ريټایرډ افسرانو تنظيم په دې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د احتساب جوړېدونکي قانون څخه د هېواد اعلٰی پوځي افسران او قاضيان بهر ولې ويستلی شي.

دوي غوښتنه کړې وه بايد د دغو محکموکارمندان دې هم د مجوزه احتساب د قانون چوکاټ کې راوستی شي.

د پاکستان د پوځ د پخوانو افسرانو د دغې تنظيم قانوني څانګې پرېکړه کړې وه چې لوړ پوړي قاضيان او پوځي افسران د قانون نه بر نه دي ځکه د دوي دې هم احتساب وشي.

دې تنظيم تور لګولی ؤ چې موجوده نظام کې چې يو پوځي افسر يا قاضي په بډو رشوتونو کې ککړ وي نو خپلې ادارې ورسره سختي نه کوي او زياتره داسي تنان بيا ريټايرمنټ واخلي او باوجود دې چي غبن يې کړی وي د پېنشن په شکل کښي ورته ټولې اسانتياوې هم وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG