لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان څخه په پېښور کې د افغان مارکيټ د ملکيت غوښتنه کړې


د افغانستان د ملي بېنک چارواکو د پاکستان د دولت او پېښور هائيکورټ نه غوښتي چې په پېښور ښار کې د هغه مارکيټ د ملکيت پرېکړې ته بيا کتنه وکړي کوم مارکيټ چې د افغانستان دولت په کال ۱۹۴۶م کې د بيعې اخستې ؤ.

د افغانستان د ملي بېنک استازي سېف الله کجوري ویلي د پېښور هائيکورټ په کال ۲۰۱۴م کې د افغان ملي مارکيټ د ملکيت فېصله د سيد زوار حسېن عابدي په حق کې ورکړې وه.

نوموړي پېښور پرېس کلب کې د دوشنبې/ ګل په ورځ د وکيلانو او د افغان ملي مارکيټ د سوداګرو د اتحاديي د مشر سره په ګډه خبري غونډې ته دغه خبرې کړي دی.

دوي ويلي د افغانستان د حکومت لخوا سيد شکيل خان ګيلاني پېښور هائيکورټ ته خواست کړی چې په وړاندینۍ فېصله کې جعلي کاغذونه عدالت ته وړاندې کړی شوي وو.

هغه ويلي په دغو اسنادو کې افغان ملي بېنک شخصي بېنک ښکاره کړی شوی خو دا يو ملي بېنک دی او په کال ۱۹۴۶م کې يې افغان ملي مارکيټ په بيعه اخستی ؤ.

هغه ويلي افغان حکومت د سادات حسېن عابدي د هغو اسنادو پلټنه کړې کوم چې هغه عدالت ته وړاندې کړي چې دغه جايداد د هندوستان د بېليدو په وخت د دوي کورنۍ ته ورکړی شوی ؤ خو د زوار حسېن عابدي کورنۍ عدالت ته جعلي اسناد وړاندې کړي ؤ.

نوموړي ويلي په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ د پېښور هائيکورټ مشرقاضي ته خط لېږلی او خبر کړی يې دی چې په افغان ملي مارکيټ کې د ويزې ورکولو څانګه هم فعاله ده، او د افغانستان دولت د اوږدې مودې نه د دغه ځاې ټېکس د پاکستان حکومت ته ورکوي.

هغه زياته کړې چې د افغانستان حکومت د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) او د احتساب قامي ادارې (نېب) ته هم خواست کړی چې دغه معامله وڅيړي او عدالت او د پاکستان حکومت ته اصل مالومات ورکړي.

هغه خواست کړی چې د ياد مارکيټ څخه دې سوداګر او دفترونه لرونکي په زوره ونه ويستی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG