لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال:په پاکستان دافغان کډوالو دنه ویستلو فشارونه اچول کیږي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی اصف اقبال وایي په پاکستان فشارونه اچول کیږي ترڅو افغان کډوال دخپلې خاورې څخه ونه باسي خو دافغان جګړې له ختمیدو وروسته هرچا دافغانستان څخه خپل لاس راښکلی ؤ اؤ پاکستان تر ننه ددغه جګړې دلاسه کړاوؤنو سره مخ دی.

اسلام اباد کې د ترهګرۍ د مخنیوي په موضوع یوې غونډې ته پخپله وینا کې دکورونیو چارو وزیر دعو هکړې ده دترهګرۍ په مخې نیولو پاکستان کې امن ټینګ شوی اؤ نن هیڅ یو جهادي تنظیم په پاکستان کې فعالیت نه شي کولی .

امریکا،افغانستان اؤ هند په پاکستان تورونه لګوي چې د حقاني شبکې اؤ طالبانو په شمول د ګڼو ترهګرو تنظیمونو پالنه دپاکستان استخباراتي ادارې کوي اؤ دغه وسله وال تنظیمونه دپاکستان دپولو نه بهر ترهګریز بریدونه کوي.

ښاغلي احسن اقبال ووویل دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان خپل ۶۰ زره وګړي بائللي دي ، ترهګرو دپاکستان په ټولو طبقو بریدونه کړي، جوماتونه، کلیساوې،روغتونونه اؤ مزارونه هم دترهګرو د بریدونو څخه خوندي نه دي پاتې شوي.

هغه وویل پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي اؤ نن دلته نه ترهګر په تیښته مجبور شوي دي.

دکورنیو چارو وزیر وویل امریکا امریکا غواړي چې دپاکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدنې عمل دځنډ ښکار کړي خو پاکستان په دې نظر دی چې که افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي نو پاکستان کې به امن نور هم پیاوړی شي.

په دې وروستیو کې چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ اړیکې تاوژنې شوي پاکستان دخپلې خاورې نه دافغان کډوالو په واپسۍ ټینګار کوي اؤ دریځ لري چې د افغان کډوالو په شکل کې پاکستان ته ترهګر راننوځي خو افغان حکومت وایي چې پاکستان دکډوالو دمسلې نه دیوې سیاسي وسلې په توګه کار اخلي.

افغان حکومت پخپله خاوره د کیدونکې ترهګرۍ ترشا دپاکستان لاس ګڼي اؤ وایي پاکستان طالبان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ورانکاري خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې نا امني دافغان دولت خپله کمزوري ده

دشمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې د ۱۴ؤ لکو څخه زیات رجسټرډ کډوال ژوند کوي خو ددې ترڅنګ خواوشا اته لکه هاغه افغان کډوال هم نزدې وختونو کې په ګوته شوي دي چې د کډوالو دکیمپونو څخه بهر استوګنه لري

تیره اوونۍ دپاکستان مرکزي حکومت پخپله خاوره کې دمیشتو ۱۴ؤ لکو راجسټرډ افغان کډوالو ترڅنګ د ۲۳ؤ لکو کډوالو پاکستان کې داستوګنې موده تر ۳۰م جون پورې غځولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG