لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وایي پاکستان سره یې خبرو اترو کې پرمختګ شوی


دافغانستان حکومت کابل کې دلوړپوړو پاکستاني اؤ افغان چارواکو ترمینځ شوؤ خبرو کې دیو څه پرمختګ دعوه کړې ده خو ویلي یې دي چې اوس هم اساسي ستونزې پځایې پاتې دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو د سکترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ دپاکستان یو لوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته تللی اؤ دغلته یې دافغانستان دبهرنیو چارو دمرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان چارواکو سره په بیلابیلو چارو خبرې کړي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو سکترې کابل ته خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې دپاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي هم دافغان ولسمشر اشرف غني په بلنه په شپږم اپریل دافغانستان په سفر ځي.

کابل ته دپاکستان د وزیراعظم دسفر نه وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو د سکترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ دپاکستان ډلې کابل کې افغان چارواکو سره مخ په مخ خبرې کړي دي .

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغو مذاکراتو کې یو څه پرمختګونه شوي خو دواړو هیوادونو ترمینځ چې کومې اساسي ستونزې دي هغه لا اوس هم پځایې موجودې دي.

دافغان دولت په دغه اعلامیه کې که هرڅو نه واضحه شوې چې اساسي ستونزې څه دي خو دا مهال چې افغان چارواکي دپاکستان څخه کومه ستره غوښتنه لري نو هغه دا ده چې دطالبانو د ملاتړ نه دې لاس واخلي اؤ هغوئ دې افغان دولت سره سولې ته کښېنوي خو پاکستان وایي طالبانو باندې کنټرول نه لري.

دتیرو دوؤ میاشتو په مهال د پاکستان اؤ افغانستان د لوړپوړو چارواکو ترمینځ دا دریمه غونډه ده چې په کابل اؤ اسلام اباد کې ترسره شوې ده خو څیړونکو ویلي چې دغو غونډو په ظاهره کومه غټه نتیجه نه ده ورکړې .

دبهرینو چارو وزارت وایي دکابل په خبرو کې زیاتې خبرې افغانستان کې دسولې په ټینګښت شوي اؤ دواړو لوریو ژمنه کړې چې دترهګرۍ سره دمبارزې برخه کې به یو بل سره کوټلې همکاري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG