پاکستان ویسټ انډیز ته په شل اووریزو (ټي ۲۰) سیالیو کې په درې-صفر ماتې ورکړه او د نړۍ تر ټولو د غوره لوبډلې پوزیشن یې پر ځای وساته.
د درو لوبو په دغو سیالیو کې وروستۍ لوبه نن د نهې- سه شنبې په ورځ په کراچۍ کې وشوه، چې پاکستان په ښه پوزیشن سره وګټله.
ویسټ انډیز لومړی بېټنګ وکړ او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۳ منډې جوړې کړې.
پاکستان دغه هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶.۵ اوورونو کې پوره کړ.
د پاکستان له اړخه فخرزمان غوره لوبه وکړه، چې په ۱۷ بالونو یې ۴۰ منډې جوړې کړې او بابر اعظم په ۴۰ بالونو ۵۱ منډې جوړې کړې.
د دې لوبې خاص خبره دا وه چې اوولس کلن شاهین اپریدی لومړی ځل په دې نړیواله لوبه کې ولوبېد او د خپلو نړیوالو لوبو پیل یې وکړ.
نهه کاله پس په پاکستان کې یوه نړیواله لوبډله د پاکستان له کرکټ لوبډلې سره لوبېدلې ده.
د ویسټ انډیز کرکټ بورډ له خوا خپل هر لوبغاړي ته پاکستان ته په راتګ ۲۵۰۰۰ ډالره ورکړل شوې دي.
د ویسټ انډیز لوبډلې د راتګ له امله په دې ښار کې ځانګړي امنیتي ګامونه اخیستل شوي وو.
په ۲۰۰۹م کال کې چې په لاهور ښار کې د سریلنکا پر کرکټ لوبډله باندې وسلوال برید وشو، له هغه وروسته کومې بهرنۍ لوبډلې په دې هېواد کې له نړیوالو لوبو ډډه کوله.